د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو د پټو معلوماتو پر بنسټ په یوه عملیاتو کې دوه کمعمره نجونې نیولې دي، چې د نوموړي په وینا د بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې «بياېلاې» له خوا د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو کېدې.
لانګو د اګست پر ۲۹مه په کوټه کې یوې خبري غونډې ته وویل، نیول شوې نجونې ۱۶ او ۱۲ کلنې دي او شاوخوا ۴۰ ورځې په یوه نامعلوم ځای کې ساتل شوې وې.
د هغه په وینا، نجونې د غچ اخیستنې لپاره هڅول شوې وې او امنیتي ځواکونو یې د انتقال پر مهال د برید پلان شنډ کړ.
په خبري غونډه کې یوې نجلۍ هم څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د کورنۍ د غړو له وژل کېدو وروسته له یوه سیمهییز قوماندان سره اړیکه ټینګه شوې وه.
بياېلاې تر اوسه د حکومت د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې له وسلهوالو بریدونو او امنیتي ستونزو سره مخ دی.


