د انګلستان او پاکستان ترمنځ د دویمې ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ، د پاکستان کرکټ بورډ له انګلیسي خپرندویې شبکې «سکای سپورټس» سره د عمران خان د زامنو د یوې مرکې د خپرېدو له امله اعتراض کړی دی.
د راپورونو له مخې، د غرمې د دمې پر مهال د عمران خان له زامنو، قاسم خان او سلیمان خان، سره د انګلستان د پخواني لوبډلمشر مایکل اتیرټن مرکه خپره شوه. په دې مرکه کې د عمران خان د روغتیا او د هغه د بند ساتل کېدو په اړه اندېښنې مطرح شوې دي.
راپورونه وايي، پاکستان کرکټ بورډ له «سکای سپورټس» سره د مرکې له خپرېدو مخکې اړیکه نیولې او د خپرېدو پر وړاندې یې اعتراض کړی و. د کرکټ د معلوماتي وېبپاڼې «کرېک انفو» په وینا، پاکستاني چارواکو ان د دې ګواښ هم کړی و چې که مرکه خپره شي، لوبډله به له غرمې وروسته بېرته میدان ته ولاړه نه شي.
مرکه وروسته له ځنډه خپره شوه، خو تر پای ته رسېدو وروسته پاکستاني لوبغاړي د لوبې د دویمې برخې لپاره میدان ته ستانه شول.
په مرکه کې د عمران خان زوی قاسم خان د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هغه د درملنې او روغتیايي وضعیت په اړه باید جدي پاملرنه وشي. مایکل اتیرټن هم دا موضوع د بشري اندېښنې په توګه یاده کړې ده.
د راپورونو له مخې، یو شمېر پخوانیو نړیوالو کرکټ لوبغاړو هم د عمران خان د روغتیايي پاملرنې لپاره د پاکستان له چارواکو د اقداماتو غوښتنه کړې ده. د عمران خان وکیلان وايي، هغه د ښي سترګې د لید ډېره برخه له لاسه ورکړې ده.


