طاهر اندرابي: پاکستان له افغانستان سره د دولت په کچه خبرو ته چمتو دی

0
68

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د دولت په کچه خبرو او ادارو ترمنځ اړیکو ته چمتو دی، خو ټینګار یې کړی چې د خبرو ترڅنګ باید د ترهګرۍ پر وړاندې عملي او د تایید وړ ګامونه هم واخیستل شي.

د اسلام‌اباد په اوونیزه خبري غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې په اړه د افغان لوري څرګندونې رد کړې. هغه وویل، افغانستان باید ډاډ ورکړي چې خاوره یې د پاکستان پر وړاندې د بریدونو او ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت باید د دوحې د چوکاټ په ګډون خپلې نړیوالې ژمنې عملي کړي او اجازه ور نه کړي چې د تحریک طالبان پاکستان او بلوچستان د آزادۍ پوځ په ګډون د پاکستان مخالفې ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت وکړي.

پاکستاني چارواکي وایي، له افغانستان سره د خبرو لپاره د ادارو ترمنځ د اړیکو دوام هم مني، خو د دې بهیر پایله باید په عملي اقداماتو کې څرګنده وي. د دوی په خبره، د پولې اغېزمن مدیریت او د ترهګرۍ پر وړاندې د داسې اقداماتو غوښتنه لري چې د عملي کېدو څرک یې په څرګندو شواهدو کې ولیدل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې پاکستان له افغانستان سره په هر احتمالي خبرو کې د عملي او د تایید وړ پرمختګ غوښتونکی دی.