راپور: عبدالرحمان ثاقب
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري په کوټه کې کېدونکې پښتون اولسي جرګه؛ د ګوند د معلوماتو له مخې، جرګه به د کوټې پر ایرپورټ سړک د ګرینډ کبابش په رسټورانټ کې ترسره شي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي عمومي منشي کبیر افغان په وینا، د پښتون اولسي جرګې لپاره چې د اګست پر ۳۰مه پیلېږي، چمتووالی بشپړ شوی دی. په جرګه کې به د پښتنو مهمې ستونزې، د لویو لارو بندښت او ناامني وڅېړل شي او د دغو ستونزو د حل لپاره به پر ګډې مبارزې د دوام ټینګار وشي.
د یاد ګوند عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال هم په خپلو خبرو کې څرګنده کړې چې د یادې جرګې لپاره چمتووالی بشپړ شوی او له ۳ زرو څخه زیاتو استازو ته بلنلیکونه لېږل شوي دي.
یاده دې وي چې دغه جرګه وروسته له هغې جوړېږي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د کوټې په مطبوعاتي دفتر کې د یوې خبري غونډې پر مهال د جرګې نېټې اعلان کړې وې. د نوموړي د اعلان له مخې، جرګه به د اګست پر ۳۰مه او ۳۱مه او د سپتمبر پر لومړۍ نېټه په کوټه کې ترسره شي.


