کابل پوهنتون د استادانو د منفکۍ په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

0
104

د افغانستان کابل پوهنتون په یوه اعلامیه کې هغه راپورونه او ادعاوې ناسمې او بې‌اساسه بللې دي چې ګواکې د دغه پوهنتون یو شمېر استادان له دندو منفک شوي دي.

د کابل پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت ویلي، په دې وروستیو کې د ځینو «مغرضو رسنیو» له لوري د پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم خبرونه خپرېږي.

د پوهنتون په وینا، دغه ډول راپورونه د خلکو، په ځانګړي ډول د پوهنتون د علمي کادر د اذهانو د مغشوشولو او د اندېښنې رامنځته کولو لپاره یوه ناکامه هڅه ده.

کابل پوهنتون ډاډ ورکړی چې علمي، څېړنیزې او اداري چارې یې په عادي او منظم ډول روانې دي او د پوهنتون په چارو کې د اندېښنې وړ هېڅ ډول وضعیت شتون نه لري.

د پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت له خلکو غوښتي چې د ورته راپورونو پر وړاندې له احتیاط څخه کار واخلي او معلومات له رسمي سرچینو ترلاسه کړي.