د هند محکمې د ښوونځي له یونیفورم سره د حجاب اغوستلو غوښتنه رد کړه

0
72

د هند د الله‌اباد عالي محکمې د یوې مسلمانې زده‌کوونکې هغه غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې د ښوونځي له یونیفورم سره یو ځای پر سر ټکری واغوندي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د محکمې دوه کسیزې ډلې ویلي چې ښوونځي د زده‌کوونکو د نظم، یو شان والي او د ادارې د ځانګړتیا ساتلو لپاره د یونیفورم اصول ټاکلی شي.

د قضیې له مخې، زده‌کوونکې له شپږم ټولګي راهیسې د ښوونځي له یونیفورم سره ټکری اغوسته او د ښوونځي ادارې تر دې وړاندې پرې اعتراض نه و کړی. خو کله چې نوموړې یوولسم ټولګي ته د داخلېدو لپاره ورغله، ادارې د ټکري اغوستل د ښوونځي د جامو له اصولو سره په ټکر کې وبلل او د نوم لیکنې اجازه یې ورنه کړه.

زده‌کوونکې محکمې ته ویلي وو چې د ټکري اغوستل د هغې د بیان ازادۍ، انساني درناوي او مذهبي باورونو له حقونو سره تړاو لري او د هند د اساسي قانون له مخې باید خوندي وي.

بل لوري ته، د ښوونځي ادارې، د ایالت حکومت او د ثانوي زده‌کړو مرکزي بورډ استدلال کړی چې دغه ښوونځی یو خصوصي او له دولتي مرستې پرته تعلیمي مرکز دی او ټاکل شوی یونیفورم پر ټولو زده‌کوونکو په یو شان ډول پلی کېږي. د دوی په وینا، یوه زده‌کوونکې ته ځانګړې اجازه ورکول د یونیفورم د یو شان والي او د ښوونځي د نظم پر ساتلو اغېز کولی شي.

محکمې ویلي، دا چې ښوونځي په تېرو کلونو کې د ټکري پر اغوستلو اعتراض نه و کړی، په خپله زده‌کوونکې ته داسې دایمي قانوني حق نه ورکوي چې ښوونځی دې د خپل یونیفورم اصول بدلولو ته اړ کړي.

محکمې همداراز ویلي چې زده‌کوونکې ونه توانېده ثابته کړي چې د سر ټکری اغوستل د هغې د دین داسې نه بېلېدونکې برخه ده چې له ترسره کولو پرته یې پر مذهبي باور یا عمل اغېز کېږي.

د محکمې په وینا، د ښوونځي له لوري د یونیفورم ټاکل د زده‌کوونکې پر مذهبي ازادۍ بندیز نه دی، بلکې د ادارې د نظم د ساتلو یوه برخه ده. محکمې ټینګار کړی چې که هر زده‌کوونکي ته د خپلې خوښې له مخې په یونیفورم کې د بدلون اجازه ورکړل شي، نو د یو شان یونیفورم موخه او مفهوم به له منځه ولاړ شي.