په افغانستان کې د روان کال په ترڅ کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته لوړ شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د تازه معلوماتو له مخې، په تېره اوونۍ کې د وحشي پولیو ویروس د لومړي ډول څلور نوې پېښې په هرات، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، دوه پېښې د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو، یوه د پکتیکا په ډیله او یوه هم د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې تشخیص شوې ده.
د روغتیايي چارو د شنونکو په وینا، د پولیو د پېښو د دوام له مهمو لاملونو څخه د واکسین په اړه د کورنیو د پوهاوي کموالی، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی، د پاکو اوبو نشتوالی، د حفظالصحې کمزوري او د خلکو کډوالي یادېږي.
روغتیايي کارکوونکي وايي، په لرې پرتو سیمو او د هېواد ته د راستنېدونکو کورنیو ترمنځ د میندو د پوهاوي کچه هم د ماشومانو د واکسین له بشپړېدو سره تړاو لري. دوی ټینګار کوي چې د پولیو د مخنیوي لپاره باید واکسین کمپاینونه پر وخت او په منظم ډول ترسره شي او هڅه وشي چې هېڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د پولیو څلور، په ۲۰۲۲ کې دوه، په ۲۰۲۳ کې شپږ، په ۲۰۲۴ کې ۲۵ او په ۲۰۲۵ کال کې ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
پولیو اوس هم په نړۍ کې په بومي ډول یوازې په افغانستان او پاکستان کې شتون لري.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د تازه ثبت شویو څلورو پېښو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي. وزارت تر دې وړاندې د پولیو د له منځه تلو پر وړاندې د عامه پوهاوي کموالی او د واکسین په کمپاینونو کې د ځینو کورنیو نه همکاري له ستونزو څخه بللې ده.


