سعودي عرب کې د اقامې او کار قوانینو د سرغړونو ۱۴ زره ۲۶۰ پېښې ثبت شوې

0
94

د سعودي عربستان چارواکي وايي، د اګست له ۱۱مې تر ۱۹مې پورې په دغه هېواد کې د اقامې، کار او پولې اړوند قوانینو د سرغړونې ۱۴ زره ۲۶۰ پېښې ثبت شوې دي.

د سعودي رسمي خبري اژانس د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۶ زره ۹۰۰ کسان د اقامې له قانون څخه د سرغړونې، ۳ زره ۹۸۲ کسان د ناقانونه پولې اوښتو د هڅې او ۳ زره ۳۷۸ کسان د کار له قوانینو څخه د سرغړونې له امله نیول شوي دي.

چارواکي وايي، ۱۳ زره ۷۲۴ کسان چې د قانوني اسنادو له نشتوالي سره په سعودي عربستان کې اوسېدل، بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

د ناقانونه ننوتلو د هڅې په تور د نیول شویو کسانو له ډلې ۶۳ سلنه ایتوپیایان، ۳۶ سلنه یمنیان او پاتې یوه سلنه د نورو هېوادونو وګړي دي.

همداراز ۳۸ کسان هغه مهال نیول شوي چې غوښتل یې له سعودي عربستان څخه د پولې له لارې ګاونډیو هېوادونو ته واوړي.

د سعودي چارواکو په وینا، ۲۴ کسان هم د ناقانونه کډوالو د استوګنې، تګ راتګ، کار موندنې یا پناه ورکولو په برخه کې د مرستې په تور نیول شوي دي.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې ناقانونه کډوالو ته د هېواد دننه د ننوتلو یا د استوګنې او کار زمینه برابرول قانوني جرم دی. د وزارت په وینا، د دغو سرغړونو لپاره د بند او درنې نغدي جریمې ترڅنګ د موټر او شتمنۍ د ضبط سزا هم ټاکل شوې ده.