د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په کډکوچه دکوچه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر موټریز کاروان چاودنه شوې چې له امله یې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، پېښه د شنبې په ورځ د کډکوچې دکوچې اړوند د ګرو په سیمه کې هغه مهال شوې چې د امنیتي ځواکونو موټرې له سیمې تېرېدې. ویل کېږي، چاودېدونکي توکي له مخکې ځای پر ځای شوي وو.
ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ د پېښې په غبرګون کې د امنیتي سرتېري پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او برید یې غندلی دی.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په تېرو دوو ورځو کې په خدکوچه کې د تاوتریخوالي څو نورې پېښې هم شوې دي. د سیمهییزو چارواکو په وینا، یوه ورځ مخکې په دوو بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، د وژل شویو کسانو له ډلې دوه تنه د ناپېژاندو کسانو په ډزو وژل شوي وو. څلور نور کسان هغه مهال ووژل شول او درې ټپیان شول چې په یوه بڼ کې چاودېدونکي توکي وچاودېدل.
چارواکي وايي، په بڼ کې وژل شوي او ټپیان شوي کسان مزدوران وو او د مڼو په یوه بڼ کې یې کار کاوه.


