پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند: په سویلي پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې د اندېښنې وړ دي

0
61

پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند په سویلي پښتونخوا کې د ناامنۍ د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د سرانان د پولیسو پر تاڼه برید یې د سیمې د روانې ناامنۍ د لړۍ یوه برخه بللې ده.

د دغه ګوند له ولایتي دارالانشاء څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په سرانان سیمه کې د پولیسو پر تاڼه د چاودنو له امله د ودانۍ ویجاړېدل د اندېښنې وړ پېښه ده.

ګوند ویلي، په هرنایي، زیارت، دوکي، لورالایي او د کوټې په هنه‌اوړک کې د ناامنۍ پېښې، د سکرو کانونو د کارکوونکو وژنې، د بار وړونکو موټرو سوځول، د ملکي وګړو او دولتي کارکوونکو وژل کېدل، د سړکونو، پلونو او اوبو بندونو ویجاړول او د دولتي ودانیو پر وړاندې بریدونه د سیمې امنیتي وضعیت لا خراب کړی دی.

په خبرپاڼه کې د صوبایي او مرکزي حکومتونو او امنیتي ادارو پر کړنو نیوکه شوې او ویل شوي چې د خلکو د ژوند، مال او دولتي ودانیو په ساتنه کې خپلې دندې په سمه توګه نه ترسره کوي.

پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند له ټولو ولسي، سیاسي او ولسواک ځواکونو غوښتي چې د ناامنۍ پر وړاندې سره یو موټی شي او د خلکو د خوندیتوب، سولې او بنسټیزو حقونو لپاره ګډه هڅه وکړي.