د ټک ټاکرې عایشه ګیله‌منه د وژنې په تړاو د پلار او ورور په ګډون پنځه کسان نیول شوي

0
64

د پاکستان د راولپنډۍ پولیسو ویلي، د ټولنیزو رسنیو د فعالې شمسو بي بي، چې په «عایشه ګیله‌منه» نوم مشهوره وه، د وژنې په قضیه کې د هغې د پلار او ورور په ګډون پنځه کسان نیول شوي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې د عایشې پلار فضل، اصلي ورور بشیر، د تره زوی احسان، د پلار تره روزي خان او د تره زوی زوی یاسین شامل دي.

پولیس وایي، د قضیې د څېړنې پر مهال د سیمې له سلو څخه د زیاتو امنیتي کمرې کتنې شوې او د نورو معلوماتي سرچینو له لارې هم شواهد راټول شوي دي. د پولیسو په وینا، د پلټنو له پراخېدو وروسته د عایشې پلار او ورور هم تر پوښتنو لاندې ونیول شول او وروسته یې د نورو کسانو په ملتیا د هغې د وژنې په اړه معلومات ورکړل.

پولیسو ویلي، د لومړنیو څېړنو له مخې د پېښې انګېزه د «ناموس په نوم وژنه» ښودل شوې، خو د قضیې په اړه لا هم پلټنې روانې دي او د نورو جزیاتو د څرګندېدو امکان شته.

عایشه ګیله‌منه د روان ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۱۴مه په ټکسلا کې هغه مهال په ډزو ووژل شوه چې له خپلې ۱۵ کلنې خور عاصمې او ورور نعمت الله سره په موټر کې روانه وه. د پولیسو د راپور له مخې، دوه موټرسایکل سپاره کسان د یوه تېلو پمپ ترڅنګ د دوی پر موټر ډزې وکړې. عایشې د غاړې په برخه کې مرمۍ ولګېده او په ځای کې یې ساه ورکړه، په داسې حال کې چې موټر له کنټروله ووت او له بل موټر سره وجنګېد، چې له امله یې د هغې خور ټپي شوه.

عایشه ګیله‌منه په ټک ټاک کې د ویډیوګانو له امله شهرت موندلی و. د هغې د کورنۍ په وینا، نوموړې له شاوخوا درې تر څلورو کلونو راهیسې په ټک ټاک کې فعاله وه او له ۱۳ لکو څخه ډېر پلویان یې لرل. د هغې ویډیوګانو هم په میلیونونو خوښونې ترلاسه کړې وې.

د عایشې له وژل کېدو وروسته د هغې کورنۍ د ټک ټاک حساب غیر فعال کړی، چې اوس یې اصلي حساب د لاسرسي وړ نه دی.