په خټه افغانې عایشه وهاب د امریکا کانګرس ته لار وموندله

0
63

د کالیفورنیا ایالت د امریکا د کانګرس د ۱۴مې ټاکنیزې حوزې په ځانګړو ضمني ټاکنو کې عایشه وهاب بریالۍ شوې او په دې توګه د امریکا کانګرس ته د لومړۍ افغان‌الاصله امریکایۍ په توګه لاره موندلې ده.

د ټاکنو د رایو د شمېرنې له بشپړېدو وروسته، عایشه وهاب څه باندې ۵۳ سلنه رایې ترلاسه کړې او د خپل دیموکرات ګوند له نوماندې ملیسه هېرنانډېز څخه یې ډېرې رایې واخیستې.

دغې څوکۍ ته مخکینی استازی اېرک سوالوېل و، چې د جنسي ځورونې د تورونو له راپورته کېدو وروسته یې استعفا کړې وه. سوالوېل دغه تورونه رد کړي وو او وروسته یې د کالیفورنیا د ایالتي څوکۍ لپاره خپل ټاکنیز کمپاین هم پای ته رسولی و.

وهاب به د کانګرس د دې څوکۍ پاتې موده ترسره کړي، چې د راتلونکي کال په جنورۍ کې پای ته رسېږي. ټاکل شوې د نومبر په درېیمه د همدې حوزې لپاره بیا عمومي ټاکنې ترسره شي، چې د راتلونکو دوو کلونو لپاره به د حوزې استازی وټاکي.

وهاب د دیموکرات ګوند له پرمختګ غوښتونکي دریځ سره ټاکنو ته ولاړه وه او د فلسطین له ملاتړ سره یې هم خپل دریځ څرګند کړی و. د هغې سیالې هېرنانډېز بیا د اسرائیل پلوه سیاسي کړیو ملاتړ درلود. د «پولیټیکو» د راپور له مخې، هېرنانډېز د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره د امریکا ـ اسرائیل د عامه اړیکو له کمېټې، چې په ای‌پک مشهور دی، نږدې درې میلیونه ډالره مالي ملاتړ ترلاسه کړی و.

وهاب د خپلې بریا وروسته ویلي چې د ټاکنیزې حوزې خلکو، د بهرنیو مالي مرستو او سیاسي فشارونو سربېره، د هغې ملاتړ کړی او هغې ته یې رایې ورکړې دي.

هېرنانډېز هم ویلي چې د نومبر په ټاکنو کې به بیا له وهاب سره سیالي وکړي. د هغې په وینا، د ټاکنیزې نقشې له بدلون وروسته د دغې حوزې په جوړښت کې شاوخوا ۲۶ زره نوي رای ورکوونکي شامل شوي دي.

د عایشې وهاب ژوند او سیاسي مخینه

عایشه وهاب د ۱۹۸۷ کال د جنورۍ په ۱۱مه په نیویارک کې د افغان کډوالو په کورنۍ کې زېږېدلې ده. د هغې مور او پلار د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال له افغانستانه امریکا ته کډوال شوي وو.

وهاب لا ماشومه وه چې پلار یې ووژل شو او وروسته یې مور هم مړه شوه. نوموړې او خور یې د ماشومانو د پالنې په مرکزونو کې لویې شوې او وروسته یوې کورنۍ په قانوني ډول د هغې سرپرستي پر غاړه واخیسته.

نوموړې د کالیفورنیا ایالت په فریمونټ ښار کې لویه شوې او د سویلي کالیفورنیا له پوهنتون څخه یې د ټولنیزو چارو په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړې ده. تر سیاست مخکې یې له غیرانتفاعي بنسټونو او مشورتي ادارو سره کار کړی دی.

وهاب په ۲۰۱۸ کال کې د هېوارډ ښار د شورا غړې وټاکل شوه او تر ۲۰۲۲ کال پورې یې دغه دنده ترسره کړه. په ۲۰۲۲ کال کې د کالیفورنیا ایالت سنا ته په بریا سره، هغه د خټې لومړنۍ افغان‌الاصله امریکایۍ او لومړنۍ مسلمانه شوه چې دې جرګې ته یې لار وموندله.

د کانګرس په ۱۴مه حوزه کې د افغان کډوالو د ټولنې د پام وړ شمېر اوسېدونکي ژوند کوي. وهاب مخکې هم ویلي چې د افغان الاصله رای ورکوونکو ملاتړ یې په سیاسي ژوند او ټاکنیزو بریاوو کې مهم رول لري.