بلغاریا کې ۳۵ افغان کډوال نیول شوي

0
67

د بلغاریا د سرحدي پولیسو له لوري ۳۵ افغان کډوال، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل، د دغه هېواد په مالکو ترنوو سیمه کې نیول شوي دي.

د بلغاریا د دولتي خبري اژانس د معلوماتو له مخې، یاد کسان د یوه مسافر وړونکي موټر له لارې لېږدول کېدل. پولیسو د موټر ۲۲ کلن چلوونکی هم نیولی، چې د شمالي مقدونیې تابعیت لري.

چارواکي وایي، دغه کسان د اګست پر ۱۸مه نیول شوي دي. د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت په وروستیو میاشتو کې د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د عملیاتو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

د اګست په لومړیو کې هم د بورګاس ښار په شاوخوا کې ۲۰ بې اسناده کډوال او د هغوی چلوونکی نیول شوي وو. تر دې وړاندې، د جون په نیمایي کې د بورګاس ښار ته نږدې په پودا سیمه کې ۳۲ کډوال او یو لارښود هم نیول شوي وو.

د بلغاریا سرحدي پولیسو ویلي، د نویو مقرراتو له مخې، هغه کډوال چې قانوني اسناد ونه لري، د دغه هېواد په بهرنیو پولو کې تر اوو ورځو پورې په ځانګړو مرکزونو کې ساتل کېږي او وروسته د کډوالو د ساتنې مرکزونو ته لېږدول کېږي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې تر دې وړاندې په ترکیه کې هم یو شمېر افغان کډوال، چې د اروپا پر لور د تګ هڅه یې کوله، نیول شوي دي.