په کانګو کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدل؛ ۲۳۲۵ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي

0
66

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ روانه خپرېدنه د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو مرګونې بلل شوې ده. د دولتي شمېرو له مخې، تر اوسه لږ تر لږه ۲۳۲۵ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د دغه هېواد د عامې روغتیا ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي چې د ایبولا د تایید شویو پېښو شمېر ۴۹۴۵ ته رسېدلی او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۱ نوې پېښې ثبت شوې دي.

اوسمهال د کانګو له ۲۶ ولایتونو څخه په شپږو کې د ناروغۍ پېښې ثبت شوې دي چې ډېری یې د هېواد په شمال ختیځو سیمو کې دي. د ایتوري په ولایت کې، چې د ناروغۍ د خپرېدو لومړنۍ پېښه پکې ثبت شوې وه، تر ۳۴۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په لوېدیځه افریقا کې د ایبولا پراخې خپرېدنې په ګینه، لایبریا او سیرالیون کې له ۲۸ زرو ډېرې پېښې رامنځته کړې وې چې له امله یې شاوخوا ۱۱ زره کسان مړه شوي وو.

د ملګرو ملتونو له لوري هم په دې وروستیو کې د کانګو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده شوې او ویل شوي چې ناروغي په چټکۍ سره خپرېږي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، د دې ناروغۍ د اوسني خپرېدو لامل د ایبولا یوه نادره بڼه ده چې د بوندیبوګیو په نوم یادېږي. د دې بڼې لپاره تر اوسه کوم ځانګړی تصویب شوی واکسین یا درملنه نشته.

روغتیايي کارپوهان وايي، د ناروغۍ د خپرېدو پر مهال باید د وخت په تېرېدو د مړینې کچه راټیټه شي، ځکه ناروغان ژر پېژندل کېږي او درملنه یې په لومړیو پړاوونو کې پیلېږي؛ خو په کانګو کې لا هم ډېر ناروغان په ناوخته پړاو کې تشخیصېږي او ځینې کسان هغه مهال پېژندل کېږي چې په ټولنه کې یې ژوند له لاسه ورکړی وي.

په ګاونډي یوګانډا کې هم لږ تر لږه ۲۰ د ایبولا پېښې ثبت شوې دي چې ټولې د پلازمېنې کمپالا په ښار کې دي. د روغتیا نړیوال سازمان د مې په میاشت کې په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا خپرېدل د نړیوالې روغتیا لپاره بېړنی حالت اعلان کړی و.

ایبولا له ناروغو وحشي ژوو څخه انسانانو ته لېږدېدای شي او وروسته د ناروغ کس د وینې، بدني مایعاتو او نورو ترشحاتو له مستقیم تماس، او یا هم له ککړو جامو، بسترونو او نورو توکو سره د تماس له لارې نورو کسانو ته انتقالېږي.

د دې ناروغۍ له نښو څخه تبه، ستړیا، د عضلو درد، سرخوږی او د ستوني درد یادېږي. په ځینو ناروغانو کې وروسته کانګې، نس ناستی، د نس درد، د پوستکي دانې او د ځیګر او پښتورګو د فعالیت د ګډوډۍ نښې هم څرګندېدای شي.