د لبنان پارلمان د سهشنبې په ورځ د اعدام سزا لغوه کړه او پر ځای یې د عمري بند سزا وټاکله. د پارلمان د رئیس دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اعدام ټولې موجودې سزاوې به هم په عمري بند بدلې شي.
د رویټرز د راپور له مخې، لبنان په دې پرېکړې سره په منځني ختیځ کې لومړنی هېواد شو چې د اعدام سزا یې په رسمي ډول له خپل قانوني نظامه لرې کړه. لبنان له ۲۰۰۴ کال راهیسې د اعدام سزا نه ده عملي کړې، خو دغه سزا لا هم په قوانینو کې موجوده وه او یو شمېر کسان د اعدام په کتار کې پاتې وو.
په لبنان کې وژنه، خیانت او ځینې نور درانه جرمونه تر دې مخکې د اعدام وړ جرمونه ګڼل کېدل.
د راپور له مخې، لبناني وکیلانو تېر کال د اعدام سزا د لغوه کولو لپاره قانوني طرحه وړاندې کړې وه. د پارلمان په خبرپاڼه کې د قانون د تصویب لپاره د ورکړل شویو رایو شمېر نه دی ښودل شوی.
اروپايي ټولنې د لبنان له پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد په منځني ختیځ او له هغې بهر نورو هېوادونو ته د بشري حقونو په برخه کې یوه مهمه بېلګه وړاندې کړې ده.
د بښنې نړیوال سازمان د منځني ختیځ او شمالي افریقا سیمهییزې مشرې هبه مرایف هم د لبنان پرېکړه د بشري حقونو لپاره مهم پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې دغه ګام د اعدامونو له اوږدې غیررسمي درېدنې وروسته، د ژوند حق ته دایمي قانوني خوندیتوب ورکوي.
د لبنان پارلمان په ورته وخت کې د ځینو جرمونو د عمومي بښنې پر قانون هم بحث کوي. د دې طرحې یوه موخه په زندانونو کې د بندیانو د ګڼې ګوڼې کمول بلل شوې ده.


