په افغانستان کې د پوهنتونونو پر زدهکوونکو د ځیرکو ټیلیفونونو د نه راوړلو نوي بندیز د زدهکړو په اړه د زدهکوونکو ترمنځ بېلابېل نظرونه راپارولي دي. ځینې زدهکوونکي وايي، چې دغه پرېکړې یې د زدهکړو بهیر له ستونزو سره مخ کړی، خو ځینې نور بیا باور لري چې د ټیلیفونونو له نشتوالي سره یې تمرکز او د زدهکړو پایلې ښې شوې دي.
د فرانسې خبري اژانس «اېاېفپي» د راپور له مخې، دغه بندیز وروسته له هغه د پوهنتونونو په کچه هم پلی شو، چې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په جون میاشت کې حکومتي کارکوونکو ته د ځیرکو ټیلیفونونو د نه کارولو لارښوونه وکړه.
په کابل کې یو ۲۹ کلن زدهکوونکي ویلي، د پوهنتون یوه کارکوونکي ټولګیو ته ورغلی او زدهکوونکو ته یې ویلي، چې له دې وروسته پوهنتون ته د ځیرکو ټیلیفونونو له راوړلو ډډه وکړي.
په هرات کې بیا د یوه پوهنتون او لیلیې پر دېوالونو خبرتیاوې لګېدلې دي، چې له مخې یې پوهنتون ته د ځیرک ټیلیفون له راوړلو سره به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي. د راپور له مخې، هغو زدهکوونکو ته چې له «اېاېفپي» سره یې خبرې کړې، د بندیز د لامل په اړه روښانه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د کندهار پوهنتون ویاند نظیر احمد قادري ویلي، د دې پرېکړې موخه دا ده چې زدهکوونکي خپلو درسونو، زدهکړو او عملي کارونو ته لا ډېر پام وکړي.
خو یو شمېر زدهکوونکي وايي، ځیرک ټیلیفونونه د زدهکړو مهمه وسیله وه. په هرات کې یو ۲۱ کلن زدهکوونکي ویلي، چې د ده د درسي نصاب نږدې نیمایي برخه یې د ځیرک ټیلیفون له لارې مطالعه کوله. نوموړي زیاته کړې، کله به چې د استاد تشریح ورته روښانه نه وه، د تختې یا درسي پاڼو انځورونه او ویډیوګانې به یې اخیستې، څو وروسته یې بیا وګوري.
په مزارشریف کې یو ۲۲ کلن د ژورنالېزم زدهکوونکي هم ویلي، چې له ځیرک ټیلیفون پرته د زدهکړو سم دوام ستونزمن دی.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي په افغانستان کې د بشري حقونو مشرې فیونا فریزر ویلي، ښايي د زدهکوونکو د ټکنالوژۍ د کارونې د تنظیم لپاره ځینې د منلو وړ لاملونه موجود وي، خو معلوماتو ته د لاسرسي، د بیان د ازادۍ او په ورځني ژوند کې د بشپړ ګډون د محدودېدو په اړه اندېښنې هم شته.
په کابل کې یوه زدهکوونکي ویلي، د ځیرک ټیلیفون له بندیز سره د مصنوعي ځیرکتیا له هغو وسایلو هم نه شي ګټه اخیستلای، چې د وخت په سپما کې ورسره مرسته کوي. نوموړي زیاته کړې، اوس زدهکوونکي اړ دي چې د برېښنايي کتابونو پر ځای ګڼ چاپي کتابونه له ځان سره ولېږدوي.
که څه هم پر لپټاپونو بندیز نشته، خو د راپور له مخې ډېر زدهکوونکي د لپټاپ د اخیستو مالي توان نه لري.
یاد زدهکوونکي، چې د ژباړونکي په توګه هم کار کوي، وايي د ځیرک ټیلیفون له نشتوالي سره یې د کار فرصتونه هم اغېزمن شوي، ځکه د خپلو مراجعینو برېښنالیکونو او پیغامونو ته پر وخت ځواب نه شي ورکولای.
بل لور ته، ځینې زدهکوونکي د بندیز مثبتې پایلې یادوي. په کندهار کې د طب زدهکوونکي ثناالله یوسفزي ویلي، چې اوس زدهکوونکي درسونو او ښوونیزو ویناوو ته ښه پام کوي او د ټیلیفوني اړیکو له امله د ټولګي پخوانۍ ګډوډي کمه شوې ده. خو نوموړي اندېښنه ښودلې چې د بېړني حالت پر مهال ښايي له خپلې کورنۍ سره د اړیکې ستونزه ولري.
د کندهار پوهنتون د ژورنالېزم یوه بل زدهکوونکي محمد حکیم حقمل ویلي، چې د ځیرک ټیلیفون له بندیز وروسته یې د ازموینو نمرې له ۷۵ څخه ۸۰ سلنې ته لوړې شوې دي. د نوموړي په وینا، که څه هم زدهکوونکو له ټیلیفونونو څخه د زدهکړو لپاره ګټه اخیسته، خو ډېرو یې په ټولنیزو شبکو کې هم وخت تېراوه.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د ځیرکو ټیلیفونونو کارونه د بندیزونو سربېره پراخه ده او په ښارونو کې د انټرنېټي خدمتونو اعلانونه هم لیدل کېږي.
په همدې حال کې، د پوهنتونونو دننه د ځیرکو ټیلیفونونو بندیز د زدهکوونکو لپاره د زدهکړو، معلوماتو ته د لاسرسي او له کورنیو او نورو کسانو سره د اړیکو په برخه کې بېلابېل اغېزونه لري.


