کله چې مرمۍ د هنر غږ چوپ کړي؛ د غزاله جاوید کیسه

0
245

لیکنه: داود جبارخیل

تاوتریخوالی یوازې انسانان نه وژني؛ بلکې هنر، هیلې، خوبونه او هغه نغمې هم خاموشوي چې لا یې د اورېدو وار نه وي رسېدلی.

غزاله جاوید د هغو هنرمندانو له ډلې وه چې یوازې یې ښکلی غږ نه درلود، بلکې د احساس، ښکلا او هنر یو ژوندی انځور هم وه. د هغې موسکا د ګل د پاڼو په څېر نرمه، غږ یې د بلبل د نغمو په څېر خوږ او حضور یې د پسرلي د لومړنیو وړانګو په څېر زړه راښکونکی و. هغې په لنډ هنري ژوند کې داسې سندرې وړاندې کړې چې د زرګونو مینه‌والو زړونو ته یې لاره وموندله او نوم یې د پښتو موسیقۍ په تاریخ کې د یوې ځانګړې هنرمندې په توګه ثبت شو.

خو تاوتریخوالی هغه اور دی چې نه یوازې ژوندونه اخلي، بلکې د انسانانو استعدادونه، احساسات، ارمانونه او د راتلونکي ښکلي تصویرونه هم له منځه وړي. کله ناکله یوه مرمۍ د داسې غږ ستونی چوپ کړي چې د زرګونو خلکو د خوښۍ او الهام سرچینه وي، او د داسې هنرمند ژوند پای ته ورسوي چې لا یې د خپل هنر د سفر ډېر پړاوونه نه وو بشپړ کړي.

هنر د سولې، مینې او انسانیت ژبه ده، خو تاوتریخوالی نه د هنر ارزښت پېژني، نه د ښکلا حرمت او نه د انسان د ژوند مانا. له همدې امله د جګړو او تاوتریخوالي په اور کې ډېر هنرمندان، لیکوالان، شاعران او ځوان استعدادونه له خپل وخت مخکې خاموش شوي دي. دا یوازې د یوه انسان له لاسه ورکول نه دي، بلکې د یوې ټولنې د فرهنګي پانګې، تاریخي حافظې او راتلونکو نسلونو لپاره د الهام د یوې سرچینې له منځه تګ هم دی.

غزاله جاوید له دې نړۍ سترګې پټې کړې، خو غږ، هنر او یاد یې لا هم د مینه‌والو په زړونو کې ژوندی دی. د هغې سندرې لا هم اورېدل کېږي او هر ځل چې غږ یې تر غوږونو رسېږي، د هغې د هنر، احساس او نیمګړو هیلو کیسه ورسره راژوندۍ کېږي. دا ښيي چې رښتینی هنر د وخت او مرګ تر پولې اوړي او د خلکو په حافظه کې تلپاتې ځای خپلوي.

موږ باید د هغو ټولو هنرمندانو او بې‌ګناه انسانانو یاد ژوندی وساتو چې د تاوتریخوالي قرباني شوي دي، ځکه یوه سوله‌ییزه ټولنه هغه ده چې د هنرمند غږ پکې د ټوپک له ډز څخه لوړ واورېدل شي، د قلم رنګ پکې د وینې له رنګ څخه ارزښتمن وي، او د انسان ژوند پکې تر هر ډول اختلاف او جګړې لوړ مقام ولري.

غزاله جاوید که څه هم په فزیکي توګه زموږ ترمنځ نشته، خو نوم، غږ او هنر یې د پښتو موسیقۍ په تاریخ کې د تل لپاره ژوندی او نه هېرېدونکی پاتې دی. روح دې یې ښاد او یاد دې یې تلپاتې وي.