په کوټه کې د ټرافیکي ستونزو د هواري لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د ټرافیکي څراغونو د لګولو پرېکړه وشوه

0
90

د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت پرېکړه کړې چې د کوټې ښار د مخ پر زیاتېدونکو ټرافیکي ستونزو د هواري لپاره به د مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر بنسټ پرمختللي ټرافیکي څراغونه نصب کړي.

دغه پرېکړه د بلوچستان د اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په مشرۍ د یوې لوړې کچې غونډې کې وشوه، چې پکې د ښار د ټرافیک د سمبالښت لپاره د نوې ټکنالوژۍ د پلي کولو پر لارو چارو خبرې وشوې.

د غونډې ګډونوالو ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د ټرافیکي سیسټم په فعالېدو سره به د موټرو تګ راتګ د اړتیا له مخې تنظیمېږي، چې ورسره به د ګڼې ګوڼې په کمېدو او د سړکونو د تګ راتګ په ښه کېدو کې مرسته وشي.

میر سرفراز بګټي اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د ټرافیک د مدیریت لپاره دې اغېزمن، دوامدار او عصري سیستم رامنځته کړي، څو خلکو ته خوندي او اسانه تګ راتګ برابر شي.

د نوموړي په وینا، د حکومت له لومړیتوبونو څخه یو هم د ښاریانو لپاره د خوندي او منظم ټرافیکي چاپېریال رامنځته کول دي. هغه زیاته کړه چې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د ټرافیکي مدیریت سیسټم به د سفر وخت راکم، د سړکونو نظم به ښه او د ټرافیک څارنه به لا اغېزمنه کړي.

اعلی وزیر دا هم وویل چې د کوټې ښار د عصري ښاري اسانتیاوو په برابرولو کې به د ټکنالوژۍ کارولو ته ځانګړې پاملرنه وشي، ترڅو خلکو ته خوندي، منظم او اسانه تګ راتګ برابر شي.