د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر، محمود خان اڅکزي، د زیارت پېښې پر ضد په کوټه کې احتجاجي پرلت ته په خپله وینا کې ویلي، دوی د پاکستان ماتول نه غواړي، خو غوښتنه یې دا ده چې پښتنو ته په هېواد کې د نورو قومونو په څېر د برابرۍ تضمین ورکړل شي.
نوموړي وویل، د پښتنو د راتلونکې، د خپل وطن د دفاع، خپلواکۍ، عزت، تعلیم او پرمختګ لپاره به پراخه پښتون قومي جرګه راوبلل شي. د هغه په خبره، له چترال، سوات، وزیرستان، هزاره، کشمیر او نورو پښتون مېشتو سیمو څخه به استازي ګډون وکړي، څو د ګډ دریځ په اړه پرېکړه وشي.
اڅکزي د زیارت د برید په اړه د خپلواکې او شفافې پلټنې غوښتنه وکړه او ویې ویل، تر هغو چې د بلوچستان لوی منشي، د کورنیو چارو منشي، کمېشنر، مرستیال کمېشنر او نور اړوند چارواکي له دندو لرې نه شي، د پلټنو او مذاکراتو بهیر به د باور وړ نه وي.
هغه د بلوچستان د ځمکو د وېش او د کانونو او طبیعي زېرمو په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل، د پښتنو په تاریخي سیمو کې د ځمکو ټولې ورکړې او د کانونو او منرالونو اړوند قانون باید لغوه شي. د هغه په وینا، د هرې سیمې د طبیعي زېرمو په اړه باید لومړی له ځايي خلکو سره سلا وشي او هغوی ته د نړیوالو اصولو له مخې خپله ونډه ورکړل شي.
محمود خان اڅکزي وویل، پښتانه د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د خپلو حقونو غوښتنه کوي او هېڅکله د هېواد ماتول نه غواړي، خو ټینګار یې وکړ چې د برابرۍ، عدالت او اساسي حقونو تضمین باید عملي شي.
هغه د افغانستان په اړه هم وویل، د افغانستان خپلواکي او حاکمیت باید درناوی وشي او وړاندیز یې وکړ چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د پاکستان، افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو ګډ کنفرانس جوړ شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي.
اڅکزي پر پوځ او امنیتي ادارو هم غږ وکړ چې د اساسي قانون له چوکاټ سره سم خپلې دندې ترسره کړي او په سیاست کې له لاسوهنې ډډه وکړي. نوموړي وویل، د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر باید پوځ یوازې د خپلې قانوني دندې ترسره کولو ته محدود وي.
هغه د بلوڅ مشر اختر جان مېنګل ته په خطاب کې وویل، لکه څنګه چې د ګوادر د ځمکو د وېش مخالفت کېږي، همداسې باید د پښتنو په تاریخي سیمو کې د غیر پښتنو په نوم د ځمکو د ورکړې مخه هم ونیول شي. د هغه په وینا، دا ډول ټولې ورکړې باید لغوه او وروسته د خبرو له لارې حللارې ولټول شي.
د خپلې وینا په پای کې محمود خان اڅکزي وویل، د پښتنو د حقونو، د قانون د واکمنۍ او د هېواد د ثبات لپاره به خپلې سیاسي مبارزې ته په منظم او سولهییز ډول دوام ورکړي.


