امریکا وایي د ایران پوځي تاسیسات یې د اتمې شپې په بریدونو کې په نښه کړي

0
102

امریکايي پوځ ویلي چې د ایران پر ضد یې د پرله‌پسې اتمې شپې لپاره هوايي او پوځي بریدونه ترسره کړي او ګڼ پوځي هدفونه یې په نښه کړي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې د ایران د ساحلي څارنې سیستمونه، هوايي دفاعي تاسیسات، سمندري پوځي وړتیاوې، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو زېرمتونونه په نښه شوي دي.

سېنټکام وایي، د دغو عملیاتو موخه د ایران د پوځي وړتیاوو کمزوري کول او په سیمه کې د احتمالي بریدونو د ترسره کولو توان محدودول دي. امریکايي پوځ دا هم ادعا کړې چې په بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران هغه غړي هم په نښه شوي چې د اردن په خاوره کې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو له تور سره تړاو لري.

امریکايي چارواکي وایي، بریدونه د کره هدف ویشتونکو وسلو په وسیله ترسره شوي، خو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیان په اړه یې جزییات نه دي خپاره کړي.

بل لور ته، د راپور تر لیکلو پورې ایراني چارواکو د دغو وروستیو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او خپلواکو سرچینو هم د امریکا د ادعاوو بشپړ تایید نه دی کړی.

دا بریدونه په داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېږي. شنونکي وایي، که روان تاوتریخوالی دوام وکړي، اغېزې یې ښايي یوازې تر منځني ختیځ محدودې نه شي، بلکې د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو، نړیوالې سوداګرۍ او سیمه‌ییز امنیت هم اغېز وکړي.