د هوتکي دولت څلور نومیالي پوځي قوماندانان

0
104

لیکنه او ژباړه: سیلانی

د اتلسمې زېږدیزې پېړۍ په لومړیو کې د هوتکي دولت په رامنځته کېدو او پراختیا کې د سیاسي مشرانو ترڅنګ، پوځي قوماندانانو هم بنسټیز رول درلود. امان‌الله سلطان، کور نصرالله سلطان، زکریا سلطان او سیدال خان هغه افغان قوماندانان و چې د صفوي دولت پر وړاندې جګړو، د ایران د مهمو ښارونو په نیولو او د هوتکي واکمنۍ په دفاع او پراختیا کې یې مهمې دندې ترسره کړې. که څه هم د دغو شخصیتونو د ژوند په اړه معلومات یو شان پراخ نه دي، خو ترکي علمي څېړنې او نور تاریخي منابع د دوی د پوځي فعالیتونو مهم اړخونه څرګندوي.

امان‌الله سلطان

امان‌الله سلطان د شاه محمود د پوځ له لوړپوړو قوماندانانو څخه و او د ۱۷۲۲ ز کال د مارچ په اتمه د ګلناباد په برخلیک‌ټاکونکې جګړه کې یې د افغان پوځ د ښي جناح قومانده پر غاړه درلوده. په دې جګړه کې شاه محمود له شپږ زره سرتېرو سره د پوځ په مرکز کې، امان‌الله سلطان له پنځه زره سرتېرو سره په ښي جناح او کور نصرالله سلطان له درې زره سرتېرو سره په کیڼ برخه کې ځای پر ځای شوي و.

امان‌الله سلطان شاوخوا شپېته اوښان، چې زنبرک توپونه پرې بار و، د خپلو ځواکونو تر شا ګونډه کړي و. کله چې د صفوي پوځ کیڼ جناح د لرستان د والي علي‌مردان خان تر قوماندې لاندې برید پیل کړ، امان‌الله له خپلو ځواکونو سره شاتګ وکړ. صفوي سرتېرو دا حرکت د افغانانو حقیقي ماتې وبلله او په بې‌نظمۍ یې د هغوی تعقیب پیل کړ، خو امان‌الله په مناسب وخت کې شاتګ ودراوه، اوښان یې پورته کړل او د زنبرکونو د ډزو امر یې وکړ. دې ناڅاپي برید د علي‌مردان خان ځواکونه مات او تیت کړل او د هغوی ګډوډي د صفوي پوځ نورو برخو ته هم خپره شوه. په دې توګه، د امان‌الله د برخې اقدام د ګلناباد د جګړې په پایله او د صفوي پوځ په عمومي ماتې کې مهم رول درلود.

د اصفهان تر تسلیمېدو وروسته، کله چې محمود هوتک د «شاه» لقب واخیست، امان‌الله سلطان د هغه د پوځ د سرلښکر یا سردار په توګه څرګندېږي. د ۱۷۲۲ ز کال د اکتوبر په ۲۶مه، شاه محمود هغه له دوه زره افغان سرتېرو سره تر ځان وړاندې اصفهان ته ولېږل، څو ښار ته غځېدلې لارې پرانیزي او د شاه محمود او پخواني صفوي شاه سلطان حسین تر ننوتلو وړاندې امنیتي ترتیبات ونیسي. دا ماموریت ښيي چې امان‌الله یوازې د یوه جناح یا برخې قوماندان نه و، بلکې د هوتکي پوځ په لوړه قومانده کې یې د ښار د امنیت او پوځي تنظیم مسؤولیت هم درلود.

شاه محمود د ۱۷۲۲ ز کال د نومبر په نهمه د شهزاده طهماسب د نیولو او د قزوین د تابع کولو لپاره یو نوی پوځ واستاوه. په دې لښکر کې د امان‌الله سلطان، اشرف سلطان او کور نصرالله سلطان تر قوماندې لاندې شپږ زره افغان سرتېري او د اعتمادالدوله تر قوماندې لاندې دوه زره ایراني سرتېري شامل و. دغه پوځ د لارې په اوږدو کې کاشان، ساوه او قم ونیول او بیا قزوین ته ورسېد. شهزاده طهماسب د افغان ځواکونو له نږدې کېدو سره د زنجان له لارې تبریز ته وتښتېد او له دفاعي ځواک پرته پاتې شوی قزوین د امان‌الله خان له خوا په اسانۍ ونیول شو. په ټوله کې، امان‌الله سلطان د ګلناباد د جګړې د ښي جناح د قوماندان، د هوتکي پوځ د سرلښکر، اصفهان ته د ننوتلو د امنیتي ترتیباتو د مسؤول او د قزوین د نیولو د مستقیم پوځي مشر په توګه د شاه محمود د واکمنۍ په رامنځته کېدو او پراختیا کې مهم رول درلود.

منابع:

اورهان یازجي، Safevî Hanedanlığı’nın Çöküşünde Afgan Aşiretlerinin Rolü، Uluslararası Sosyal Araştırmalar Dergisi، ټوک ۹، ګڼه ۴۷، ۲۰۱۶، مخونه ۳۱۹–۳۲۱؛ یوزیفو تفلیسي، Vakıat-ı Mir Üveys ve Şah Hüseyin، توپکاپي ماڼۍ موزیم، ترکي خطي اثار، R.1497، پاڼې ۲۰ب او ۲۲الف؛ هراند د. اندریاسیان، Petros di Sarkis Gilanentz’in Kronolojisi، په: Osmanlı-İran-Rus İlişkilerine Ait İki Kaynak، استانبول، ۱۹۷۴، مخونه ۵، ۱۵، ۱۸ او ورپسې، ۲۱ او ورپسې.

کور نصرالله سلطان

کور نصرالله سلطان د شاه محمود هوتک د پوځ له مهمو او باصلاحیته قوماندانانو څخه و. په ترکي منابعو کې نوموړی د Kör Nasrullah Sultan او Kör Sultan Nasrullah په نومونو یاد شوی دی. د هراند د. اندرېاسیان په ترکي چاپ کې د لاورنس لاکهارټ د تعلیق له مخې، نصرالله د سیستان یو زردشتي و او د یوې سترګې د تل پټې ساتلو د عادت له امله ورته «کور سلطان» ویل کېدل. په همدې تعلیق کې هغه ډېر وړ قوماندان بلل شوی او ویل شوي چې شاه محمود هوتک د هغه پوځي وړتیا ته په پام لوړ مقام ورکړی و. له دې امله، د «کور» لقب باید د یوې سترګې له پټې ساتلو سره وتړل شي، نه دا چې هغه په قطعي توګه بشپړ نابینا وبلل شي. همدارنګه، په موجودو ترکي منابعو کې د هغه د غلجایي یا پښتني قبیلوي تړاو څرګند سند نه شته، نو تر ټولو محتاطه پېژندنه یې د محمود هوتک د پوځ د یوه سیستاني قوماندان په توګه ده.

کور نصرالله سلطان د ۱۷۲۲ ز کال د مارچ په اتمه د ګلناباد په برخلیک‌ټاکونکې جګړه کې له درې زره سرتېرو سره د هوتکي پوځ د کیڼ جناح قومانده پر غاړه درلوده. په دې جګړه کې شاه محمود هوتک له شپږ زره سرتېرو سره د پوځ په مرکز او امان‌الله سلطان له پنځه زره سرتېرو سره په ښي جناح کې ځای پر ځای شوي و. کله چې د امان‌الله سلطان له سنجول شوي شاتګ او د زنبرک توپونو له ناڅاپي برید وروسته د صفوي پوځ کیڼ جناح ګډوډ شو او مرکزي ځواکونه یې شاتګ ته اړ شول، شاه محمود هوتک او نصرالله سلطان د ګرجستان د والي رستم خان تر قوماندې لاندې صفوي ښی جناح له دوو لورو محاصره کړ او ځواکونه یې له منځه یووړل. په دې توګه، نصرالله د ګلناباد د جګړې په بریا کې مستقیم او مهم پوځي رول درلود. د اصفهان د محاصرې پر مهال یې هم خپلواک عملیات ترسره کړل. کله چې د همدان درې مشران له خپلو ځواکونو سره د صفوي شاه مرستې ته روان و، محمود نصرالله له څلور زره سرتېرو سره د هغوی د مخنیوي لپاره واستاوه. نصرالله پر هغوی ناڅاپي برید وکړ، درانه تلفات یې ورواړول او د هغوی وسلې، مهمات، خوراکي توکي او پیسې یې ونیولې.

د اصفهان تر تسلیمېدو وروسته کور نصرالله سلطان د امان‌الله سلطان او اشرف سلطان ترڅنګ د قزوین پر لور د استول شوي پوځ له قوماندانانو څخه و. په دې لښکر کې د دغو دریو قوماندانانو تر مشرۍ لاندې شپږ زره افغان سرتېري او د اعتمادالدوله تر قوماندې لاندې دوه زره ایراني سرتېري شامل وو. وروسته محمود هغه له ۱۲۰۰ افغان سرتېرو سره د همدان پر لور واستاوه. نصرالله د همدان پنځه زره کسیز ځواک مات کړ، د ښار پر لور یې تعقیب او پر همدان یې دوه ځله برید وکړ، خو د محاصرې د مناسبو وسایلو د نشتوالي له امله یې ښار په بشپړه توګه ونه نیوه. وروسته یې د سیمې پر کلیو بریدونه وکړل، درګزین ته ولاړ او د هغه ځای یو شمېر سني کورنۍ یې اصفهان ته انتقال کړې.

کور نصرالله د فارس او شیراز د نیولو لپاره هم په عملیاتو وګومارل شو. خو د شیراز د لښکرکښۍ د پایلې په اړه منابع اختلاف لري. ځینې ترکي څېړنې د هغه تر قوماندې لاندې د غلجایي ځواکونو له خوا د شیراز د نیولو خبره کوي، په داسې حال کې چې نورې څېړنې لیکي چې نصرالله د شیراز په جګړه کې د ټوپک په مرمۍ ووژل شو او د فارس د نیولو ماموریت وروسته زبردست خان بشپړ کړ. په مجموع کې، کور نصرالله د هوتکي پوځ د جناح د قوماندان، د اصفهان د محاصرې د خپلواکو عملیاتو د مشر، د اکمالاتي ماموریتونو د مسؤول او د همدان او فارس د پوځي عملیاتو د قوماندان په توګه د محمود هوتک د واکمنۍ په رامنځته کېدو او پراخېدو کې مهم رول درلود.

منابع

1. پیتروس دي سرکیس ګیلاننتز، Petros di Sarkis Gilanentz’in Kronolojisi، ژباړه او سمونه: هراند د. اندرېاسیان، په Osmanlı-İran-Rus İlişkilerine Ait İki Kaynak کې، استانبول، ۱۹۷۴، مخونه ۱۱، ۲۶ او ۲۹.

2. اورهان یازجي، Safevî Hanedanlığı’nın Çöküşünde Afgan Aşiretlerinin Rolü، ۲۰۱۶، مخونه ۳۱۹–۳۲۱.

3. اورهان یازجي، Safevilerin Yıkılışından Sonra İran’da İlk Osmanlı-Afgan İlişkileri، Türkiye İran Araştırmaları Dergisi، ټوک ۱، ګڼه ۱، ۲۰۲۲، مخونه ۱–۲۰.

4. عبدالرحمن آتش، Avşarlı Nadir Şah ve Döneminde Osmanlı-İran Mücadeleleri، دوکتورا رساله، سلیمان دمیرل پوهنتون، ۲۰۰۱، مخونه ۳۰–۳۱.

5. رحیم فرزام، Safevî Devleti’nin Doğu Politikası (1501–1736)، دوکتورا رساله، اسکي‌شهر عثمان‌غازي پوهنتون، ۲۰۲۲، مخونه ۱۲۹–۱۳۱.