فرانسه په کراچۍ کې خپله کونسلګري تړي

0
97

فرانسې پرېکړه کړې چې د پاکستان د کراچۍ ښار کې خپله کونسلګري د تل لپاره وتړي. د فرانسې د سرکونسل الېکسي چاهتاتینسکي په وینا، دا پرېکړه د بودجې د سپما او د فرانسې د ډیپلوماټیک حضور د بیا تنظیمولو د تګلارې له مخې شوې ده. هغه دا څرګندونې په کراچۍ کې د فرانسې د ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې کړې دي.

د فرانسوي چارواکو په وینا، د دې پرېکړې تر شا اصلي لامل مالي محدودیتونه دي او دا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ډیپلوماټیکو لګښتونو د کمولو له پراخې تګلارې سره تړاو لري.

په ورته وخت کې، ځینې سیاسي او نړیوالو چارو شنونکي باور لري چې د مالي لاملونو تر څنګ ښايي د دې پرېکړې تر شا نورې سیاسي او ستراتیژیکې محاسبې هم موجودې وي، خو تر اوسه د فرانسې حکومت په دې اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

دا پرېکړه په داسې مهال شوې چې تر دې وړاندې امریکا هم اعلان کړی و، چې په پېښور کې به خپله کونسلګري د اداري او بودجوي بدلونونو له امله د تل لپاره وتړي او اړوند قونسلۍ خدمتونه به د اسلام‌اباد له سفارت څخه وړاندې کېږي.