جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزلزله؛ د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزېدې

زلزله؛ د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزېدې

راپور: داود جبارخیل

د راپورونو له مخې، د افغانستان په شمال ختیځ کې د ۵.۲ درجې په کچه زلزله شوې ده

د امریکا د زلزله‌سنځنې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه زلزله نن (دوشنبه، د جون ۲۲مه) د ماسپښین شاوخوا ۲:۵۲ بجې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ سوېل لوېدیځ ته په ۴۲ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.

د زلزلې ژوروالی شاوخوا ۲۰۷ کیلومتره ښودل شوی دی.

د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو هم ویلي چې د زلزلې ټکانونه یې احساس کړي دي.

تر اوسه د دې زلزلې له امله د احتمالي ځاني او مالي زیانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه