چهارشنبه, جون 10, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد بښنې نړیوال سازمان: په هرات کې د ښځو نیول کېدل د...

د بښنې نړیوال سازمان: په هرات کې د ښځو نیول کېدل د اندېښنې وړ دي

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، هغه راپورونه چې ښيي په هرات ولایت کې یو شمېر ښځې د جامو د تګلارې د نه مراعاتولو په تور نیول شوې دي، ژورې اندېښنې راپاروي

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، هغه راپورونه چې ښيي په هرات ولایت کې یو شمېر ښځې د جامو د تګلارې د نه مراعاتولو په تور نیول شوې دي، ژورې اندېښنې راپاروي او د افغانستان د ښځو او نجونو پر حقونو د روان محدودیتونو څرګندونه کوي.

دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي، هره ښځه حق لري چې د خپلې خوښې جامې واغوندي، په ازاد ډول تګ راتګ وکړي، په ټولنیز ژوند کې برخه واخلي او له وېرې او ګواښ پرته ژوند وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان له واکمنو چارواکو غوښتي چې د نیول شویو ښځو د ځای او وضعیت په اړه معلومات خپاره کړي، د هغوی خوندیتوب تضمین کړي او خپلو کورنیو ته د هغوی خوندي ستنېدل یقیني کړي.

سازمان همدارنګه غوښتنه کړې چې هغه کړنې او تګلارې پای ته ورسېږي چې ښځې د جامو د انتخاب له امله په نښه کوي او د هغوی بنسټیز حقونه محدودوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه