د کوټې په سول روغتون کې پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو په برید کې د ټپي شوې ډاکټرې لومړنۍ جراحي په بریالیتوب سره ترسره شوې ده. د هغې د کورنۍ د معلوماتو له مخې، په دې جراحي کې د بدن له زیانمنو شویو برخو مړه شوې پوستکي لرې کړل شول.
د ډاکټرې ماه نور ورور فرحت ناصر ویلي، له عملیاتو وروسته د هغې روغتیايي وضعیت تر پخوا ښه شوی، خو د تېزابو له امله د رامنځته شویو ژورو ټپونو له کبله لا هم د انتان خطر شته، له همدې امله نوموړې په ځانګړي قرنطین کې ساتل کېږي.
د ده په وینا، د درملنې بهیر به په څو پړاوونو کې دوام وکړي او په راتلونکو جراحیو کې به د زیانمن شوي پوستکي تر لرې کولو وروسته د نوي پوستکي پیوند هم ترسره شي. لومړنۍ جراحي له اتو ساعتونو څخه زیاته موده روانه وه.
بلخوا پولیس وایي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د بېلابېلو اړخونو ارزونه کېږي. د اړوندو کسانو څرګندونې ثبتېږي او ټاکل شوې چې د ډاکټرې ماه نور له بشپړې روغتیا وروسته د هغې رسمي بیان هم واخیستل شي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، بریدګر همایون شاه نومېده او د نوشکي اوسېدونکی و، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې په روغتون کې د لفټ چلوونکي په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی تر برید وروسته تښتېدلی و، خو وروسته د پولیسو له لوري په یوه ادعا شوي نښته کې ووژل شو. له مړینې وروسته پرې د تېزابو برید، د وسلې لرلو او پر پولیسو د ډزو درې جلا قضیې ثبت شوې دي.
د ډاکټرې ماه نور کورنۍ وایي، تر اوسه د برید د اصلي انګېزې په اړه بشپړ معلومات نه لري. خو د کوټې د پولیسو چارواکي وایي، لومړنۍ پلټنې ښيي چې برید ښايي د یوې یو اړخیزې علاقې پایله وي او بریدګر د رد کېدو له امله دغه سخت اقدام کړی وي.
پولیسو دا هم ویلي چې د بریدګر د موبایل تلیفوني معلوماتو تخنیکي څېړنه روانه ده او هڅه کېږي هغه حذف شوي معلومات بېرته ترلاسه شي چې د پېښې په روښانولو کې مرسته کولی شي.
د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ ویلي چې د ډاکټرې ماه نور روغتیايي وضعیت په تدریجي ډول ښه کېږي او حکومت د هغې د درملنې لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د اړتیا په صورت کې به نوموړې د درملنې لپاره بهرني هېواد ته هم ولېږدول شي.
ډاکټره ماه نور تېره شنبه هغه مهال د تېزابو د برید ښکار شوه چې په کوټه کې د سول روغتون پر دنده بوخته وه. په برید کې یې مخ، لاسونه او سترګې زیانمنې شوې. له لومړنۍ درملنې وروسته هغه د هوايي امبولانس له لارې کراچۍ ته ولېږدول شوه او اوس یې درملنه د آغا خان پوهنتون په روغتون کې د حکومت په لګښت روانه ده.
د روغتیايي چارواکو په وینا، د پلاستیکي جراحۍ، سترګو ناروغیو او نورو اړوندو برخو متخصص ډاکټران د هغې په درملنه بوخت دي. لومړنیو طبي ارزونو ښودلې چې د نوموړې د بدن شاوخوا ۱۳ سلنه برخه زیانمنه شوې، چې له دې ډلې ۷ تر ۸ سلنه ژور ټپونه دي. که څه هم یوه سترګه یې سخت اغېزمنه شوې وه، خو ډاکټرانو د بینایۍ د خوندي پاتې کېدو ډاډ ورکړی او د پاتې ستونزو د درملنې هڅې روانې دي.
په همدې حال کې د پېښې پر ضد په بلوچستان کې د ځوانو ډاکټرانو اعتراضونه دوام لري. هغوی په دولتي روغتونونو کې له بیړنیو خدماتو پرته نور فعالیتونه تر یوه بریده درولي دي. د روغتیايي ټولنو استازو د پېښې د شفافو پلټنو، د تېزابو بریدونو د مخنیوي او په روغتونونو کې د امنیت د پیاوړتیا لپاره د اغېزمنو قوانینو د جوړولو غوښتنه کړې ده.


