په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، د اقلیمي بدلون اغېزې په هېواد کې ورځ تر بلې سختېږي او د خلکو پر ژوند، د خوړو پر خوندیتوب او د عاید پر سرچینو ژور اغېز کوي.
یوناما د چاپېریال نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، وچکالي او د اوبو کمښت لا هم د افغانستان تر ټولو سترې چاپېریالي ستونزې دي او د هېواد له نیمايي زیات وګړي یې اغېزمن کړي دي.
د اعلامیې له مخې، په ختیځو ولایتونو کې بزګران د حاصلاتو له پرلهپسې زیانونو سره مخ دي، په داسې حال کې چې په سویلي ولایتونو کې د بارانونو کمښت او د ځمکې لاندې اوبو بېرویه کارونه د اوبو سرچینې له جدي ګواښ سره مخ کړې دي.
یوناما وایي، د اوبو کمښت، سیلابونه، دوړیز طوفانونه او د چاپېریال تخریب د خلکو د بېځایه کېدو او بشري اړتیاوو د زیاتېدو لامل شوي دي. دغه اداره زیاتوي چې د ځنګلونو پرې کېدل، غیر منظم کانکېندنه او د طبیعي سرچینو ناسم مدیریت هم ستونزې لا پسې ژورې کړې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره د اوبو د اغېزمن مدیریت، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو بوټو کرلو او د اوبو ساتنې د پروژو پیاوړتیا ته اړتیا ده.
یوناما ویلي، د خپلو سیمهییزو دفترونو له لارې د اقلیم د پوهاوي او د چاپېریال ساتنې له پروګرامونو ملاتړ کوي او د چارواکو، چاپېریالي ادارو، رسنیو او ځایي ټولنو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی خبرداری ورکوي چې که پر وخت او همغږي اقدامات ونه شي، د افغانستان ځینې سیمې به په راتلونکو کلونو کې د اوسېدو لپاره له جدي ستونزو سره مخ شي.


