د بلوچستان عالي محکمې د اپوزېسیون د مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ د غړي محمود خان اڅکزي پر ضد ثبت شوې مقدمه تر بلې اورېدنې پورې ځنډولې ده.
محکمې د یادې مقدمې په اړه ټولې روانې قانوني چارې هم درولي او دولت ته یې خبرتیا استولې ده.
دغه قضیه د بلوچستان عالي محکمې د مشر قاضي جسټس کامران ملاخېل او جسټس ګل حسن ترین په ګډون د دوو قاضیانو جرګهګۍ واورېده.
د اورېدنې پر مهال مشر قاضي کامران ملاخېل وویل، محمود خان اڅکزی د ملي اسمبلۍ غړی دی او پارلماني مصؤنیت لري، نو ځکه پوښتنه پیدا کېږي چې ولې یې د پارلمان پر ځای نېغ په نېغه عالي محکمې ته مراجعه کړې ده.
نوموړي دا هم وویل چې غوښتونکی کولای شوای لومړی اړوندې ټیټې محکمې ته ورغلی وای، خو د هغه په وینا، د دې پر ځای یې مستقیمه عریضه عالي محکمې ته وړاندې کړې ده.
د محمود خان اڅکزي وکیلانو محکمې ته وویل چې دا مقدمه د سیاسي موخو لپاره ثبت شوې او قانوني نیمګړتیاوې لري. دوی له محکمې وغوښتل چې مقدمه لغوه کړي او یا یې لږ تر لږه روانې چارې ودروي.
محکمې د دواړو لورو د دلایلو تر اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې د مقدمې اړوند ټول اقدامات دې تر راتلونکې اورېدنې پورې ودرول شي.
د قضیې د بلې اورېدنې نېټه لا نه ده اعلان شوې.


