جمعه, جون 26, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان د ښار جوړونې وزارت: ۵۳۰ کډوالو کورنیو ته د استوګنې...

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت: ۵۳۰ کډوالو کورنیو ته د استوګنې نمرې ويشل شوي دي

د افغانستان د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت ویلي، چې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدو او د ژوند د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې ۵۳۰ کورنیو ته د استوګنې ځمکې نمرې وېشلې دي.

د افغانستان د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت ویلي، چې د راستنېدونکو کډوالو د دایمي مېشتېدو او د ژوند د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې ۵۳۰ کورنیو ته د استوګنې ځمکې نمرې وېشلې دي.

د یاد وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نمرې په ننګرهار، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې پر راستنو شویو کډوالو کورنیو وېشل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۲۰۰ کورنیو، په فاریاب ولایت کې ۲۸۰ کورنیو او په سمنګان ولایت کې ۵۰ کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې دي.

وزارت ویلي، چې په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نومرو شمېر اوس ۳۵ زره او ۷۱۹ ته رسېدلی دی.

د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت ټینګار کړی، چې راستنېدونکو کډوالو ته د دایمي استوګنې د برابرولو او د هغوی د ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، څو ډېرې اړمنې کورنۍ له اسانتیاوو او مرستو برخمنې شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه