یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان او ازبکستان؛ له دودیز ګاونډیتوبه تر ستراتیژیکې اقتصادي او سیمه‌ییزې ملګرتیا

افغانستان او ازبکستان؛ له دودیز ګاونډیتوبه تر ستراتیژیکې اقتصادي او سیمه‌ییزې ملګرتیا

د افغانستان او ازبکستان اړیکې اوس یوازې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ عادي اړیکې نه دي پاتې شوې، بلکې په یوه ژوره اقتصادي، سوداګریزه، ټرانزیټي او ستراتیژیکه ملګرتیا بدلې شوې دي؛ داسې ملګرتیا چې نه یوازې د افغانستان اقتصادي راتلونکی بدلولای شي، بلکې د ټولې سیمې پر سوداګریز جوړښت هم اغېز کولای شي.

د افغانستان او ازبکستان اړیکې اوس یوازې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ عادي اړیکې نه دي پاتې شوې، بلکې په یوه ژوره اقتصادي، سوداګریزه، ټرانزیټي او ستراتیژیکه ملګرتیا بدلې شوې دي؛ داسې ملګرتیا چې نه یوازې د افغانستان اقتصادي راتلونکی بدلولای شي، بلکې د ټولې سیمې پر سوداګریز جوړښت هم اغېز کولای شي.

د افغانستان باختر آژانس د شنونکو په باور، ويلي، په وروستیو میاشتو کې د کابل او تاشکند ترمنځ زیاتېدونکې اړیکې او اقتصادي هڅې ښيي چې دواړه هېوادونه له لنډمهالو سیاستونو تېر شوي او اوږدمهاله او منظم اقتصادي همکاریو ته مخه کوي. دغه همکاري د ګډو ګټو، سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي ودې پر بنسټ ولاړه ده.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۱.۶ تر ۱.۷ میلیارده ډالرو پورې رسېدلې، چې یوازې په یوه کال کې تر ۵۳ سلنې زیاتوالی ښيي. شنونکي دا پرمختګ د متقابل باور، ګډو اقتصادي اړتیاوو او د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د نوي اقتصادي محور څرګنده نښه بولي.

افغانستان اوس د ازبکستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه شمېرل کېږي، او ازبکستان بیا افغانستان ته د انرژۍ، صنعتي خامو موادو او ټرانزیټي اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول لري. دغه وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبت اقتصادي تړاو نوې فضا رامنځته کړې ده.

په راپور کې د حیرتان بندر پراختیا، د نوو رېل پټلیو جوړول، د حیرتان ـ مزارشریف رېللارې پنځم پړاو فعالېدل، معیاري ګدامونه، د آیرتوم آزادې سوداګریزې سیمې پراختیا او د ټرانس افغان پروژې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو مهمې برخې بلل شوې دي. کارپوهان وایي، دا پروژې یوازې د ترانسپورټ لارې نه دي، بلکې افغانستان له منځنۍ اسیا، روسیې او اروپايي بازارونو سره نښلوي.

اقتصادي شنونکي باور لري چې افغانستان نور یوازې د مصرف بازار نه دی، بلکې ورو ورو د تولید او ټرانزیټ په مهم شریک بدلېږي. د ازبکستان له لوري د پنبې، ټوکر، څرمنو، تار جوړونې، کرنیزو پروسسونو، سپکو صنعتونو او د شمالي افغانستان د کانونو په برخو کې د ګډې پانګونې لېوالتیا زرګونه کاري فرصتونه رامنځته کولای شي.

په کندز کې د سپین زر شرکت لیدنه او د پنبې او کرنیزو صنعتونو په برخه کې د ازبکستان دلچسپي ښيي چې تاشکند افغانستان یوازې د بازار په توګه نه، بلکې د راتلونکې سیمه‌ییزې تولیدي کړۍ د یوې برخې په توګه ګوري.

د راپور له مخې، د پنبې، ټوکر، درملو، خوراکي توکو، سمنټو او ګرانیټ په برخو کې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالرو تړونونه لاسلیک شوي، چې دا د عملي پانګونې او ګډو پروژو پيل ګڼل کېږي.

په سیاسي او امنیتي برخه کې هم د ازبکستان دریځ عملي او د ګټو پر بنسټ بلل شوی دی. تاشکند په دې پوهېږي چې د افغانستان ثبات د منځنۍ اسیا له امنیت سره مستقیم تړاو لري، ځکه یې د سیاسي فشار پر ځای اقتصادي همکارۍ او سیمه‌ییزو اړیکو ته لومړیتوب ورکړی دی.

شنونکي وایي، که اوسنی پرمختګ همداسې دوام وکړي او مهمې سیمه‌ییزې پروژې بشپړې شي، افغانستان به په راتلونکي کې له یوه وچې پورې تړلي هېواد څخه د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ په مهم سوداګریز او ټرانزیټي مرکز بدل شي. دا بدلون نه یوازې د ټرانزیټ له لارې د عوایدو زیاتېدو لامل ګرځي، بلکې د هېواد اقتصادي بنسټ به هم پیاوړی کړي.

د راپور له مخې، که څه هم د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۵ میلیارده ډالرو کلنۍ سوداګرۍ هدف لوی ښکاري، خو د اوسني اقتصادي پرمختګ، ګډو پروژو او سیاسي هوډ له مخې دا هدف نور یوازې یو خوب نه، بلکې د عملي کېدو وړ حقیقت بلل کېږي۔

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه