یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل ـ مزارشریف پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله ۱۲...

کابل ـ مزارشریف پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی

د کابل ـ مزارشریف پر لویه لاره د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله د ناوې او زوم په ګډون ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو مسافر وړونکی موټر له بل باروړونکي موټر سره ټکر شوی دی. ویل کېږي چې په قربانیانو کې ناوې، زوم او د هغوی د کورنۍ یو شمېر غړي هم شامل دي. ځايي سرچینې وایي، په دې پېښه کې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي چې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل تر اوسه په رسمي ډول نه دی څرګند شوی، خو د افغانستان پر لویو لارو د ترافیکي اصولو نه مراعت، چټک سرعت او د سړکونو خراب وضعیت د ورته پېښو عمده عوامل بلل کېږي. د یادې پېښې له امله سیمه‌ییزو خلکو خواشیني څرګنده کړې او له موټرچلوونکو یې غوښتي چې د سفر پر مهال ترافیکي اصول په جدي ډول مراعت کړي.

راپور: داود جبارخیل

د کابل ـ مزارشریف پر لویه لاره د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله د ناوې او زوم په ګډون ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو مسافر وړونکی موټر له بل باروړونکي موټر سره ټکر شوی دی. ویل کېږي چې په قربانیانو کې ناوې، زوم او د هغوی د کورنۍ یو شمېر غړي هم شامل دي.

ځايي سرچینې وایي، په دې پېښه کې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي چې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل تر اوسه په رسمي ډول نه دی څرګند شوی، خو د افغانستان پر لویو لارو د ترافیکي اصولو نه مراعت، چټک سرعت او د سړکونو خراب وضعیت د ورته پېښو عمده عوامل بلل کېږي.

د یادې پېښې له امله سیمه‌ییزو خلکو خواشیني څرګنده کړې او له موټرچلوونکو یې غوښتي چې د سفر پر مهال ترافیکي اصول په جدي ډول مراعت کړي.

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه