یکشنبه, مې 24, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍډونالډ ټرمپ: ښايي امریکا یو ځل بیا پر ایران برید ته اړتیا...

ډونالډ ټرمپ: ښايي امریکا یو ځل بیا پر ایران برید ته اړتیا پیدا کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي امریکا یو ځل بیا پر ایران برید ته اړتیا پیدا کړي، او نوموړی د برید د پرېکړې کولو څخه یوازې یو ساعت لرې و، خو وروسته یې دا اقدام وځنډاوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښايي امریکا یو ځل بیا پر ایران برید ته اړتیا پیدا کړي، او نوموړی د برید د پرېکړې کولو څخه یوازې یو ساعت لرې و، خو وروسته یې دا اقدام وځنډاوه.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «زه نن د اقدام د پرېکړې کولو څخه یوازې یو ساعت لرې وم.»

هغه زیاته کړه چې د ایران مشران د یوې هوکړې لپاره ډېر لېواله دي.

بل لور ته ایران خبرداری ورکړی، که امریکا بیا برید وکړي، نو دوی «د ټرېګر د کېکاږلو لپاره بشپړ چمتو» دي.

د تسنیم خبرې اژانس د راپور له مخې، د ایران د خاتم الانبیا قوماندانۍ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، که امریکا بیا برید وکړي، د ایران وسله وال ځواکونه به سمدستي، پرېکنده، ځواکمن او پراخ غبرګون وښيي.

د خاتم الانبیا قوماندان علي عبدالحسینی ویلي: «هر ډول نوې تېری او برید ته به چټک او قوي ځواب ورکړل شي.»

سرچينهپښتو جرنل
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه