د امریکا د کلیفورنیا ایالت د سان ډیاګو ښار پولیسو ویلي چې د دوشنبې په ورځ دوو کم عمره وسلوالو د اسلامي مرکز پر ودانۍ ډزې وکړې، چې له امله یې د جومات مخې ته یو امنیتي ساتونکی او دوه نور کسان ووژل شول. وروسته شکمن بریدګر هم مړه وموندل شول، او پولیس وایي ښایي هغوی ځانونه په ډزو وژلي وي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سان ډیاګو د پولیسو مشر سکاټ وال ویلي چې سیمهییز امنیتي ځواکونه او ایف بي آی د دې برید پلټنې د «نفرت پر بنسټ جرم» په توګه کوي. نوموړي وویل چې دغه جومات د سان ډیاګو کاونټۍ تر ټولو لوی اسلامي مرکز ګڼل کېږي.
تر اوسه د برید اصلي انګېزه نه ده روښانه شوې، خو چارواکو ویلي چې دا پېښه د سهار شاوخوا ۱۱:۴۰ بجې رامنځته شوې ده. د جومات په احاطه کې د ماشومانو یو ښوونځی هم موجود و، خو ټول ماشومان خوندي پاتې شوي دي.
پولیسو زیاته کړې چې د بریدګرو له ډلې د یوه تن مور له پېښې شاوخوا دوه ساعته مخکې پولیسو ته زنګ وهلی و او ویلي یې و چې زوی یې، چې د ځان وژنې تمایل لري، د کور درې وسلې او موټر له ځان سره وړي دي.
د پولیسو مشر ویلي، مور یې دا هم ویلي وو چې زوی یې له بل ملګري سره یو ځای و او دواړو پوځي رنګه کالي اغوستي وو. پولیسو د هغوی د موندلو هڅې پیل کړې وې او د احتیاط په توګه یې نږدې سوداګریز مرکز او د هلک ښوونځي ته هم ګزمې استولې وې، چې په همدې وخت کې د جومات د ډزو راپورونه ترلاسه شول.
چارواکو ویلي، له برید مخکې د کوم جومات، ښوونځي، یا بل ځای پر ضد د ځانګړي ګواښ معلومات نه وو موجود، خو پولیس د «نفرت پاروونکو څرګندونو» او د وسلوالو ځوانانو د تښتېدو له امله د خطر جدي ارزونه کوله.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر د سان ډیاګو پر اسلامي مرکز برید «وېروونکی وضعیت» بللی دی. نوموړي خبریالانو ته ویلي چې حکومت به دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.


