د بلوچستان امنیتي وضعیت
د بلوچستان حکومت ویلي، د صوبې په منګله زرغون غر سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري د مې له ۱۳مې راهیسې روان استخباراتي عملیاتو کې تر ۳۵ زیات وسله وال وژل شوي دي.
د بلوچستان د وزیراعلا د سیاسي او رسنیزو چارو سلاکار شاهد رند د یکشنبې په ورځ ویلي، دغه عملیات د هغو وروستیو بریدونو وروسته ترسره شول چې په تېرو څو ورځو کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې شوي وو.
د پاکستان حکومت د هند له ملاتړه برخمنو وسله والو ډلو لپاره د «فتنه الہندوستان» اصطلاح کاروي. د چارواکو په خبره، په عملیاتو کې د وسله والو ګڼ مرکزونه او پټنځایونه هم له منځه وړل شوي چې له امله یې د هغوی شبکې ته سخت زیان اوښتی دی.
شاهد رند ویلي، د عملیاتو پر مهال د وسله والې ډلې درې مهم قوماندانان هم نیول شوي او له هغوی څخه ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ نور عملیات هم دوام لري.
هغه زیاته کړې چې د وسله والو د مرستندویانو او ملاتړو پر ضد هم کړۍ تنګېږي او پاکستاني ریاست به د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې خپل عملیات روان ساتي.
نوموړي له خلکو غوښتي چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او شکمن کسان وپېژني.
بل لور ته، د بلوچستان په دالبندین، تربت، نوشکي او مستونګ سیمو کې د ډزو او بریدونو په وروستیو پېښو کې یوه ښځینه پولیسه او د براهوۍ ژبې یو استاد وژل شوي، او ګڼ کسان ټپیان شوي دي.
پېښې او ناقانونه ډلې
په پاکستان کې ناقانونه اعلان شوي بلوچ لبریشن آرمي چې بي اېل اې هم بلل کېږي، د روان کال په جنورۍ کې یې د «آپریشن ہیروف 2.0» په نوم د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې وه. د چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې ۲۷۴ کسان وژل شوي وو.
پاکستان له دې وروسته د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې بي اېل اې دې د بندیزونو په لېست کې د ترهګرې ډلې په توګه شامله کړي.
دغه ډله د غیر بلوڅ وګړو پر هدفي وژنو، ډله ییزو بریدونو او د زیربناوو پر ضد تخریبي حملو کې هم تورنه بلل کېږي. برتانیې، پاکستان او امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو بي اېل اې ترهګره ډله ګرځولې ده.


