دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې ځانمرګي برید ۷ کسان وژل...

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې ځانمرګي برید ۷ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، په لکي مروت کې یو ځانمرګي بریدګر چې له چاودېدونکو موادو ډکه درې‌ویلر موټرسايکل‌نما ګاډۍ کې سپور و، د یوې پوستې ترڅنګ یې ځان ته چاودنه ورکړه.

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، په دې چاودنه کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او تر شلو زیات نور ټپیان شوي دي.

دغه برید داسې مهال شوی چې څو ورځې وړاندې د لکي مروت ګاونډي ولسوالۍ بنو کې هم په یوه بل ځانمرګي برید کې موټر بم د یوې امنیتي پوستې سره وچاودېد، چې وروسته وسله‌والو پر پولیسو ډزې وکړې. په هغه برید کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي وو.

د پولیسو لوړپوړي افسر محمد سجاد خان «AFP» ته ویلي: «د لومړنیو معلوماتو له مخې، شکمن ځانمرګي بریدګر د پوستې پر سر د تعیناتو دوو ټرافیکي پولیسو سرتېرو ته نږدې شو او ځان یې وچاوداوه.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې افغان ډیپلوماټ ورغوښتی و، ځکه د تحقیقاتو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې د شنبې ورځې د مرګوني ځانمرګي برید پلان «په افغانستان کې مېشتو ترهګرو» جوړ کړی و.

د افغان طالبانو حکومت بیا بیا د پاکستان هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان خاوره د وسله‌والو ډلو لپاره خوندي پناهځای دی.

د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترینګلې شوې دي، او دا ترینګلتیا کله ناکله په وسله‌والو نښتو بدله شوې، چې پکې د افغانستان پر ښارونو د پاکستان هوايي بریدونه هم شامل دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه