دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه تیره ورځ کې له ایران او پاکستانه تر پنځه زره ډېر...

په تیره ورځ کې له ایران او پاکستانه تر پنځه زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د افغانستان د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه زرګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د کمېسیون د راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دواړو هېوادونو څخه ۱۲۷۷ کورنۍ، چې ټولټال ۵۰۹۵ کسان کېږي، افغانستان ته داخل شوي دي.

افغانستان ته ستانه شوي کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار د سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو هېواد ته راغلي دي.

راپور زیاتوي، چې له دغو کډوالو څخه ۷۸۴ کورنۍ، چې ۴۲۹۲ کسان پکې شامل دي، خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي. همداراز له ۸۷۵ کورنیو سره بېلابېلې مرستې هم ترسره شوې دي.

د افغانستان د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې راستنېدونکو کډوالو ته د اړیکو د اسانتیا لپاره د مخابراتي شبکو ۸۹۴ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ چټکه شوې، چې ډېری راستنېدونکي د اقتصادي ستونزو او د استوګنې د محدودیتونو له امله هېواد ته راګرځي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه