دوشنبه, مې 25, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهراپور: متحده عربي اماراتو پر ایران پټ پوځي بریدونه کړي دي

راپور: متحده عربي اماراتو پر ایران پټ پوځي بریدونه کړي دي

د امریکايي ورځپاڼې «وال سټریټ ژورنال» د راپور له مخې، متحده عربي اماراتو پر ایران پټ پوځي بریدونه کړي دي. یادې ورځپاڼې د موضوع له نږدې سرچینو په حواله ویلي، چې دغه بریدونه د روان کال د اپرېل میاشتې په لومړیو کې ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د فارس خلیج اړوند د ایران پر لاوان ټاپو د تېلو یوه تصفیه خانه هم په نښه شوې ده. ویل شوي، متحده عربي اماراتو تر اوسه په رسمي ډول د دغو بریدونو پخلی نه دی کړی.

متحده عربي امارات او ایران ترمنځ د دې ادعا شوو بریدونو خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې په سیمه کې د امنیتي او پوځي کړکېچونو اندېښنې زیاتې شوې دي. تر اوسه ایراني چارواکو هم د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه