د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ستوري لوبغاړي، عظمت الله عمرزي یو ځل بیا په پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو کې د نړۍ د لومړي نمبر ټولچاری مقام له ځان سره وساته.
د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په تازه درجه بندۍ کې عمرزی د «۳۲۹» پوائنټونو په لرلو سره لا هم د نړۍ د الراونډرانو په لېست کې په لومړي مقام کې دی.
په دې لېست کې سکندر رضا د ۲۷۶ پوائنټونو سره دویم او د افغانستان بل لوبغاړی «محمد نبي عیسی خېل» د ۲۷۵ پوائنټونو سره درېیم ځای لري.
عظمت الله عمرزی د شل اوریزو (T20) سیالیو په ټولچاری کې هم په پنځم مقام کې دی، په داسې حال کې چې په دې فارمټ کې سکندر رضا لومړی مقام لري.
د یو ورځنیو لوبو د ملي لوبډلو په درجه بندۍ کې، «افغانستان اووم» مقام لري؛ په داسې حال کې چې هندوستان، نیوزی لېنډ او آسټرالیا په ترتیب سره لومړي درې مقامونه خپل کړي دي. افغانستان په دې برخه کې له انګلستان، ویسټ انډیز او بنګله دېش څخه مخکې دی.
د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې بیا افغانستان په «لسم» مقام کې دی، چې هلته هندوستان، انګلستان او آسټرالیا په لومړي، دویم او درېیم نمبر کې ځای لري.


