د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د شنبه په ورځ د پاکستان مذهبي چارو وزارت اعلان وکړ چې سعودي عربستان خپله پرېکړه بېرته اخیستې ده چې د حج د حاجیانو لپاره د عمر لږترلږه حد ۱۵ کاله ټاکلي.
د مئ میاشتي په دویمه نېټه د پاکستان وزارت په یوه لیک کې ویلي وو چې سعودي عربستان د حاجیانو لپاره د عمر اخرنی حد ۱۵ کاله ټاکلی دی. دغه راز ویل شوي وو چې دا محدودیتونه به د ۲۰۲۶ کال د مې له ۳مې نېټې، د شپې له ۱۲ بجو (دوشنبه) څخه پلی شي.
«د سعودي عربستان حکومت ډاډ ورکړی چې ټول هغه حاجیان چې اغېزمن شوي، هغوی ته به د ورکړل شوې پیسې بشپړ بیرته ورکول کېږي،» وزارت خلکو ته ډاډ ورکړی و. وروسته، د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې هم په یوه بیان کې ویلي وو: «هغه حاجیان چې عمر یې له ۱۵ کلونو کم وي، د حج الوتنو ته به د ختلو اجازه ونه لري، او د هغوی ویزې به د دې تګلارې له مخې لغوه وبلل شي.»
خو څو ساعته وروسته، د پاکستان مذهبي چارو وزارت چارواکو ته یو نوی لیک واستاوه چې پکې ویل شوي وو سعودي عربستان «د ۱۵ کلونو څخه کم عمره کسانو لپاره د بندیز پرېکړه بېرته اخیستې ده.» په لیک کې دا هم راغلي وو چې پخوانۍ لارښوونې دې لغوه وګڼل شي.
یاد وزارت «پخوانۍ تګلاره، چې له ۱۲ کلونو څخه پورته ماشومانو ته اجازه ورکوي، بېرته عملي شوې ده. خو هغه ویزې چې د ۱۵ کلونو محدودیت له امله رد شوې وې، باید بیا پروسس شي،»
وروسته، د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې هم ورته بیان خپور کړ او ویې ویل: «۱۲ کلن او له هغه پورته عمر لرونکي ماشومان یو ځل بیا د حج اجازه لري.»
د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې زیاته کړه: «هغه ویزې چې د ۱۵ کلونو محدودیت له امله رد شوې وې، بیا به پروسس شي.»


