د عوامي نیشنل ګوند صوبايي صدر میا افتخار حسېن ویلي دي چې د متراکم ګاز بندیز د خیبر پختونخوا له ولس سره ښکاره ظلم او بېانصافي ده.
نوموړي وویل چې ګاز د دې صوبې خپل پيدايښت دی خو ځايي خلک ترې بې برخې دي، بلخوا په پنجاب کې کارخانې چلېږي او دلته ان کورنیو مصرف کوونکو ته هم نه رسيږي.
هغه زیاته کړه چې د پاکستان د قانون له مخې په کومه ځمکه چې وسایل پیدا کېږي، لومړی حق د هغې سیمې د خلکو دی، خو په دې اصل عمل نه کېږي. د هغه په وینا، په خیبر پختونخوا کې د تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د واکمنو حکومتولي صفر ده او د دوی د حکومتونو لاسته راوړنه یوازې جلسې، لاریونونه او پر سیاسي مخالفینو تورونه پورې کول دي.
میا افتخار حسین وویل چې د حکومت د ناهلۍ له امله د صوبې ادارې له سخت مالي او اداري بحران سره مخ دي او د ولسي ستونزو د حل لپاره له اوسنیو واکمنو خلاصون ستونزمن شوی دی.


