جمعه, مې 1, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه افغانستان کې د خصوصي شرکتونو په سوداګرۍ او کارموندنې کې د...

په افغانستان کې د خصوصي شرکتونو په سوداګرۍ او کارموندنې کې د پام وړ زیاتوالی

نړيوال بانک په افغانستان کې د خصوصي شرکتونو په سوداګرۍ او کارموندنې کې د پام وړ زیاتوالی

 

نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د خصوصي سکتور شرکتونو په پلور او کارموندنې دواړو کې د پام وړ وده ترلاسه کړې ده.

 

د «تصدیو سروې: د افغانستان کتنه ۲۰۲۵» تر سرلیک لاندې راپور له مخې، په افغانستان کې راجستر شوي خصوصي شرکتونه په سوداګریزو فعالیتونو کې چټک پرمختګ ښیې.

 

راپور د ۴۲۶ خصوصي شرکتونو سره د مرکو او د سوداګرۍ چاپیریال بیاکتنې پراساس دی.

 

د معلوماتو له مخې، د افغان خصوصي شرکتونو کلنی اوسط پلور ۲۱.۲ سلنه زیات شوی، پداسې حال کې چې د کارموندنې فرصتونه ۱۲.۵ سلنه زیات شوي، چې د هیواد په اقتصاد کې د فعالیت او دندو وده ښیي.

 

راپور دا هم وايي چې مالي سرچینو ته لاسرسی لاهم محدود دی، یوازې ۲.۷ سلنه شرکتونه له بانکونو څخه پانګه ترلاسه کوي، پداسې حال کې چې له ۸۰ سلنې څخه زیاته پانګه له داخلي سرچینو څخه ترلاسه کیږي.

 

د اقتصادي کارپوهانو په وینا، د خصوصي سکتور وده او د کارموندنې وده د حکومت د غوره حکومتولۍ او ملاتړ کونکو پالیسیو له امله لیدل شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه