د افغانستان د اوسني حکومت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي، ویلي دي چې د لسیزو جګړو، ناکراریو او بې ثباتۍ وروسته، افغانستان اوس په سیمه کې یو باثباته هیواد ګرځیدلی دی. هغه دا خبره په کابل کې د یوې سپورتي غونډې په ترڅ کې وکړه چې د مرکزي آسیا هیوادونو استازو هم پکې ګډون کړی و.
مولوي امیر خان متقي په خپله وینا کې وویل چې افغانستان له اوږدې مودې راهیسې له جګړې او بحرانونو سره مخ و، خو اوس هیواد باثباته شوی او وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان له خپلو ګاونډیو هیوادونو او سیمه ایزو هیوادونو سره قوي او مثبتې اړیکې ساتي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په ځانګړي ډول د مرکزي آسیا هیوادونو د رول ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا هیوادونه په هره برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي. د هغه په وینا، په سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ، سپورت او نورو برخو کې متقابله همکاري دوام لري. هغه وویل چې افغانستان او د مرکزي آسیا هیوادونه د وروڼو په څیر سره مخ په وړاندې روان دي، چې د ټولې سیمې لپاره د روښانه راتلونکي نښه ده.
مولوي امیر خان متقي وویل، «موږ له خپلو ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو سره ډېرې ښې اړیکې لرو. په ځانګړې توګه منځنۍ اسیا تل زموږ سره ولاړه ده. موږ په سیاست، اقتصاد او نورو برخو کې له یو بل سره همکاري کوو او د وروڼو په څېر مخ په وړاندې ځو. زه هیله لرم چې زموږ راتلونکی او د سیمې راتلونکی به ډېر روښانه وي.»
هغه په خپله وینا کې په سیمه کې د روانو شخړو د پای ته رسېدو هیله هم څرګنده کړه او ویې ویل چې سوله او ثبات د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره اړین دی. هغه وویل چې که سیمه ییز هېوادونه متقابلې همکارۍ نورې هم پیاوړې کړي، نو په راتلونکي کې لا ډېره سوکالي ممکنه ده.
د افغانستان د اوسني حکومت د نړیوالې پیژندنې په اړه، د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې په عملي توګه پیاوړې دي، یوازې رسمي پیژندنه نه ده اعلان شوې، پداسې حال کې چې چارې او اړیکې رسمي دي. هغه وویل چې د سیاست، اقتصاد او سپورت په ګډون په مختلفو برخو کې همکاري په دوامداره توګه مخ په زیاتېدو ده، او که څه هم د کوم رسمي اعلان انتظار کېږي، خو په راتلونکي کې هم ممکنه ده.
دا باید په یاد ولرئ چې په تیرو څلورو کلونو کې، منځنۍ اسیا او ګاونډیو هېوادونو له افغانستان سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې ساتلي دي، او د دوی ترمنځ سوداګریزې اړیکې په تدریجي ډول مخ په زیاتېدو دي.


