سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد یونیسف راپور: ۱۰ ملیونه ماشومانو او میندو د مخنیوي مهم تغذیه...

د یونیسف راپور: ۱۰ ملیونه ماشومانو او میندو د مخنیوي مهم تغذیه خدمات او اکمالات ترلاسه کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړيوال صندوق «یونیسف» د ۲۰۲۵ کال کلنی راپور خپور کړي، په دغه راپور کې په ټول افغانستان کې د ماشومانو او کورنیو لپاره شوي پرمختګونه، او همدارنګه هغه پیچلې ننګونې چې دوی ورسره مخ دي، روښانه کړي دي.

په دغه راپور کې ورکړل شوي شمیرو کې راغلي؛ له ۲۰ ملیون څخه زیاتو خلکو، ۵.۶ ملیون ماشومانو، د یونیسف لخوا ملاتړ شوي تاسیساتو له لارې لومړني روغتیایی پاملرنې خدماتو ته لاسرسی وموند.

راپور زیاتوي، ۱۰ ملیون ماشومانو او میندو د مخنیوي مهم تغذیه خدمات او اکمالات ترلاسه کړل.

د م.م دغه اداره وايي، په افغانستان کې ښوونځیو او د ټولنې پر بنسټ د زده کړې نوښتونو او بیړني ترتیباتو کې ۴ ملیون ماشومانو د تدریس او زده کړې توکي ترلاسه کړلي دي.

۲.۷ ملیون خلکو د بیړني اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ الصحې (WASH) خدماتو سره.

یاده اداره وايي؛ موږ غواړو له خپلو شریکانو او بسپنه ورکوونکو څخه د ۲۰۲۵ کال په هره لاسته راوړنه کې د دوی د ارزښتناک ملاتړ لپاره مننه وکړو، او همدارنګه د افغانستان له خلکو څخه، چې زړورتیا او ځواک یې په دې راپور کې تشریح شوي په هره پایله کې منعکس کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه