ویب ډیسک
د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تفاهم لیکونو لاسلیک
د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او اړیکو په رسمي غونډو کې، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور غړو ترمنځ د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د اندیجان والي شوکتبیک عبدالرحمانوف، د ننګرهار والي مولوي محمد نعیم آخند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي، او د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې رئیس دلیروم وهابوف، سربېره پر دې د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر رسمي سوداګریزې غونډې د دوهاړخیزو سوداګریزو راکړو ورکړو د پیاوړتیا لپاره یو مهم میکانیزم وباله. هغه وویل چې افغانستان د خپلو بډایو کرنیزو او معدني سرچینو له امله، او اندیجان د خپل فعال صنعتي بنسټ له مخې، کولای شي پراخه اقتصادي همکاري رامنځته کړي.
هغه همدارنګه د انرژۍ، کانونو، کرنې، سمنټو، نساجۍ او چرګانو د روزنې په برخو کې د ګډو پانګونو فرصتونو ته اشاره وکړه او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت، په ځانګړي ډول د ده وزارت، به د دې ډول همکاریو بشپړ ملاتړ وکړي.
بلخوا، د اندیجان والي د تېر کال د سوداګرۍ شمېرې ته په اشارې سره وویل چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې په وروستیو کلونو کې په دوامداره توګه پراخې شوې دي او دا سفر کولای شي د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه کړي.
هغه زیاته کړه چې افغانستان ته د دوی د سفر موخه یوازې د ازبکستان صادرات زیاتول نه دي، بلکې غواړي په افغانستان کې د بسکټو د تولید فابریکو، د فرنیچر جوړولو، د څرمنو بوټانو، مصالحو، طبي وسایلو، ساختماني موادو او د برېښنا تولید په برخو کې ګډې پانګونې هم ترسره کړي.
د ننګرهار والي هم د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ازبک پانګوال یې وهڅول چې د ده ولایت کې شته فرصتونه وڅېړي.
په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو مشرانو هم د خپلو خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د دوهاړخیزو خبرو په پایله کې، د ۵۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نهه د همکارۍ تړونونه لاسلیک شول. په دغو تړونونو کې د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې جوړول، د خوراکي توکو پروسس، د سمنټو تولید، د القاح شویو هګیو او اصیلو چرګانو تولید، ازبکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات، او د موټرو پرزو تولید شامل دي.


