یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد غلام خان بندر په سیمه کې د پاکستاني پوځ او افغانستان...

د غلام خان بندر په سیمه کې د پاکستاني پوځ او افغانستان ځواکونو سختې نښتې روانې دي

ویب ډیسک

د خوست ولایت چارواکو ویلي دي چې د ډیورنډ  کرښې ته نږدې د غلام خان بندر په سیمه کې د پاکستاني پوځ سره سختې نښتې بیا پیل شوې دي۔

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر مولوي سبحان الله عزام ویلي چې دغه نښتې د ولایت د ګربزو ولسوالۍ په سیمه کې د ماښام له ۶ بجو راهیسې روانې دي۔

د سیمې اوسېدونکو په وینا، د علیشیر، تریزیو او زازي میدان سرحدي سیمو کې هم د ډزو غږونه اورېدل کېږي، خو تر اوسه د دغو نښتو د ځاني یا مالي زیانونو په اړه کوم معلومات نه دي ورکړل شوي۔

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه