یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان او افغانستان په چین کې خبرو ته کیني

پاکستان او افغانستان په چین کې خبرو ته کیني

ویب ډیسک

امریکايي خبري اژانس د دوو پاکستاني چارواکو له قوله ادعا کړې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند لپاره خبرې اترې په چین کې پیل شوې دي، او بیجینګ د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړي رول لوبوي.

د راپور له مخې، دوو پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ په چین کې د دغو خبرو تایید کړی دی. همدارنګه، د چین د منځګړیتوب له هڅو خبر یو درېیم کس ویلي چې د خبرو هدف د دواړو خواوو ترمنځ د څه باندې یوې میاشتې راهیسې روانو نښتو پای ته رسول دي.

چارواکو د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د دواړو هېوادونو استازي د چین په شمال کې د ارومچي په سیمه کې سره ګوري. د چین له لوري په دې اړه کومه تبصره نه ده شوې، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د خبرو تایید یا رد نه دی کړی.

خو سرچینو ویلي چې خبرې په ارومچي کې پیل شوې دي او دا د پاکستان او افغانستان د میلیونونو خلکو لپاره د ممکنه راحت یو فرصت بلل کېږي.

دا باید وویل شي چې له تېرو یوې میاشتې راهیسې د دواړو هېوادونو ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتې روانې دي. پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د هوايي بریدونو له لارې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي.

پاکستان پر افغانستان تور لګوي چې ترهګرو ته خوندي پټنځایونه برابروي، خو افغان طالبانو دا تورونه رد کړي دي. د پاکستان دریځ دا دی چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي په افغانستان کې پناه اخلي او له هماغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي. افغان طالبان بیا دا ادعاوې ردوي او وایي چې د دوی خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي، او دا د پاکستان کورنۍ ستونزه بولي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت پر لنډمهاله اوربند هوکړه شوې وه، خو د اختر له تېرېدو وروسته بیا بریدونه پیل شول، که څه هم اوس یې شدت د پخوا په څېر نه دی. د فبرورۍ او مارچ په لومړیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی و او سخت بریدونه کېدل، خو له اختر وروسته جګړه یو څه کمه شوې ده.

سرچینې وایي چې دا وروستۍ خبرې د چین د منځګړیتوب له وړاندیز وروسته پیل شوې دي، او دواړو خواوو دا وړاندیز منلی دی.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب هم د دواړو خواوو ترمنځ د سولې او اوربند خبرې شوې وې، خو بې پایلې پای ته ورسېدې او کوم وروستي تړون ته ونه رسېدې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه