یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهترکیه کې پولیسو لږ تر لږه ۲۴ افغان کډوال نیولي دي

ترکیه کې پولیسو لږ تر لږه ۲۴ افغان کډوال نیولي دي

ویب ډیسک

د ترکیې پولیسو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دوی د شرناک ښار په انداچ کلي کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۴ افغان کډوال نیولي دي. پولیسو د دغو کډوالو د قاچاق او غیرقانوني لېږد په تور درې کسان هم نیولي او قضایي چارواکو ته یې معرفي کړي دي.

 

د ترکیې پولیسو تېره ورځ(دوشنبه، د مارچ ۳۰مه) اعلان وکړ، شکمن کسان د اداري او قضایي پروسو له بشپړولو وروسته زندان ته لېږدول شوي، او د ترکیې پولیسو ویلي، چې د شپږو نورو شکمنو کسانو د نیولو عملیات لاهم روان دي.

 

د اداري پروسیجرونو له بشپړولو وروسته، افغان کډوال هم د شرناک ښار د کډوالو د راستنېدو مرکزونو ته لېږدول شوي ترڅو افغانستان ته وایستل شي.

 

افغانان په ترکیه کې د بندي شویو کډوالو په لېست کې په سر کې دي. د هېواد پولیسو په تېرو دریو میاشتو کې شاوخوا ۸ زره افغان کډوال نیولي دي.

 

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مخکې اعلان کړی و چې د غیرقانوني کډوالو د پېژندلو، بندي کولو او شړلو عملیات به په ټول هېواد کې دوام وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه