ویب ډیسک
د بلوچستان د پنجګور ولسوالۍ کې نامعلومو وسلهوالو د حکومت ملاتړو کسانو پر کورونو هممهاله بریدونه کړي دي. د ډزو او چاودنو له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. بریدګرو د ګڼو کورونو تر ویجاړولو وروسته لږ تر لږه شپږ موټر هم سوځولي دي. امنیتي ځواکونو ادعا کړې چې په ځوابي عملیاتو کې شپږ وسلهوال وژل شوي دي.
بلخوا، په سوراب کې د کوټې–کراچۍ پر لویه لاره (شاهراه) د یوه پل لاندې له درې سوه کیلوګرامه زیات وزن لرونکي اته بمونه موندل شوي او یو لوی ترهګریز برید شنډ شوی دی.
د پنجګور پولیسو د یوه لوړپوړي افسر په وینا، دا بریدونه د شنبې او یکشنبې تر منځ شپه د پنجګور ښار په بېلابېلو سیمو، لکه کلي ګرمکان، خدابادان او تسپ کې ترسره شوي، چیرې چې لسګونو وسلهوالو په یو وخت کې څو کورونه په درنو وسلو وویشتل.
د ځایي خلکو په وینا، د ډزو او چاودنو غږونه ټوله شپه په وقفهيي ډول اورېدل کېدل، چې له امله یې په سیمه کې سخته وېره خپره شوې وه.
د پولیسو په وینا، په کلي ګرمکان کې د شاهد او کلیمالله پر کورونو برید شوی. د شاهد پر کور د برید له امله عامر نومی کس وژل شوی او دوه نور کسان، صغیر او غفار، ټپیان شوي دي. بریدګرو له ویجاړولو وروسته درې موټر هم وسوځول. د کلیمالله کور ته هم سخت زیان اوښتی او هلته درې موټر او کورني توکي سوځول شوي دي.
په کلي خدابادان کې د فرحان، بهرام او سعود کورونه په نښه شوي دي. د فرحان کور ته د ننوتلو وروسته وسلهوالو بېهدفه ډزې کړې چې له امله یې څلور کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کې د فرحان ورور برهان او درې ساتونکي شامل دي چې مجاهد، عبدالعزیز او امداد نومېدل. د بهرام او سعود پر کورونو هم ډزې شوې، خو ځاني زیان نه دی اوښتی.
د پولیسو په وینا، دا کورونه د حکومت ملاتړو کسانو وو چې تر دې مخکې هم د ناقانونه بلوچ وسلهوالو ډلو له لوري څو ځله پرې بریدونه شوي دي.
د بریدونو له خبر وروسته ایف سي او نور امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او د بریدګرو پر ضد یې عملیات پیل کړل. د چارواکو په وینا، په عملیاتو کې ډرون هم کارول شوی او د ګرمکان او پسکول ندي ته نږدې نښتې شوې دي.
د ایف سي سرچینو ویلي چې په ځوابي عملیاتو کې شپږ بریدګر وژل شوي او زیات شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي. چارواکي وايي چې بریدګر هغه مهال ووژل شول کله چې غوښتل یې د تیارې څخه په ګټه اخیستنې تېښته وکړي.
سهار شاوخوا اته بجې د سیمې د پاکولو پر مهال د ګرمکان فوټبال چوک او وشبود ډسپنسري ته نږدې د شکمنو شیانو له موندلو وروسته د بم شنډولو ډلې راوغوښتل شوې. له دواړو ځایونو شاوخوا پنځلس-پنځلس کیلوګرامه وزن لرونکي دوه ریموټ کنټرول بمونه وموندل شول چې وروسته په چاودنه سره بېاثره کړل شول.
بلخوا، له کوټې څخه شاوخوا ۲۱۵ کیلومتره لرې د سوراب ولسوالۍ په ګرګټ سیمه کې د کوټه–کراچۍ پر N-25 لویه لاره د یوه پل لاندې فرنټیر کور اته لاس جوړ بمونه موندلي دي.
د پولیسو په وینا، د ایف سي د بم شنډولو ډلې دغه بمونه بېاثره کړي چې ټول وزن یې شاوخوا ۳۲۰ کیلوګرامه و. ویل کېږي چې بمونه په شنو رنګ لرونکو اتو لویو ډرمونو کې ځای پر ځای شوي وو.
پولیسو زیاته کړې چې دا بمونه وسلهوالو د تېرې ورځې پر مهال د سړک د تړلو پر وخت د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره ایښي وو، خو د پر وخت کشف له امله د لویې مرګژوبلې مخه ونیول شوه.


