یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپنجاب حکومت وايي :غیر قانوني توګه مېشتو افغان وګړو په ګډون ۳۳...

پنجاب حکومت وايي :غیر قانوني توګه مېشتو افغان وګړو په ګډون ۳۳ زره بهرني وګړي بېرته خپلو هېوادونو ته لېږدولي

ویب ډیسک

د پنجاب پولیس اعلان کړی چې تر اوسه پورې له پنجاب څخه د غیر قانوني توګه مېشتو افغان وګړو په ګډون ۳۳ زره بهرني وګړي بېرته خپلو هېوادونو ته لېږل شوي دي.

د فرانسوي خبري اژانس (AFP) له مخې، د پنجاب پولیس ویاند ویلي چې په لاهور او د پنجاب په نورو سیمو کې د غیر قانوني اوسېدونکو د پېژندنې بهیر لا هم روان دی.

د پولیسو په وینا، له دې کسانو څخه چې بېرته لېږل شوي:

له ۱۲ زرو څخه زیات نارینه شاوخوا ۷ زره ښځې او ۱۳ زره ماشومان شامل دي په دغو کسانو کې ۱۱ زره کسان د افغان سیټیزن کارډ (ACC) لرونکي وو

او نږدې ۱۲ زره کسان په غیر قانوني توګه مېشت وو

د پنجاب پولیسو انسپکټر جنرل عبدالکریم ویلي چې د دې بهیر پر مهال په پنجاب کې امنیت هم په لوړ حالت کې ساتل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې دا بهیر د نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو سره ترسره شوی او د بشري حقونو درناوی هم پکې شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه