یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچین ټینګار کړی چې پاکستان او افغانستان دې سمدستي د اوربند لور...

چین ټینګار کړی چې پاکستان او افغانستان دې سمدستي د اوربند لور ته ولاړ شي

ويب ډيسک

چین ټینګار کړی چې پاکستان او افغانستان دې سمدستي د اوربند لور ته ولاړ شي او خپل اختلافات دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان د چارو لپاره د چین ځانګړی استازی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره فعال دی.

هغه وویل هیله ده چې پاکستان او افغانستان به زغم وښيي او له تاوتریخوالي او کړکېچ څخه به ډډه وکړي.
د ویاند په وینا، چین پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې ژر تر ژره دوه‌اړخیزې خبرې پیل کړي، پاکستان او افغانستان دې سمدستي د اوربند پر لور ګام واخلي او خپل اختلافات دې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

ویاند زیاته کړه چې چین د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره خپل فعال رول ته دوام ورکولو ته ژمن دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه