ویب ډیسک
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګنده کړې چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه به “ګډه” وي او دا به د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په مشوره وشي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ټایمز آف اسرائیل ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:
“زما په اند دا پرېکړه تر یوه حده ګډه ده … موږ خبرې کوو او زه به په مناسب وخت کې پرېکړه وکړم، خو ټولې خبرې به په پام کې ونیول شي.”
هغه دا هم اشاره وکړه چې د نتنیاهو رول به د مشورې تر کچې وي، خو وروستۍ پرېکړه به د امریکا د ولسمشر له لوري کېږي.
امریکايي ولسمشر د دې احتمال په اړه هم تبصره وکړه چې که امریکا خپل بریدونه ودروي، ایا اسراییل به د ایران پر ضد جګړه دوام ورکړي که نه. هغه وویل:
“زما په اند دې ته اړتیا نه ده.”
ټرمپ د جګړې لپاره د کوم ځانګړي وخت ټاکلو ژمنه ونه کړه، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د جمعې په ورځ ویلي وو چې واشنګټن تمه لري دا جګړه به له څلورو تر شپږو اونیو پورې دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې امریکا او اسراییل د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر ضد یو پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې له امله یې ګڼ مهم ایراني مشران وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه اي، د پاسداران انقلاب قومندان محمد پاکپور او د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز مشر عبدالرحیم موسوي هم شامل دي.
بل لور ته د ایران پاسداران انقلاب د پراخو غبرګونیزو عملیاتو اعلان کړی، چې پکې د اسراییلو پر هدفونو د توغندیو او ډرونونو توغول، او همدارنګه په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کول شامل دي.


